Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغان کارګرو د ډوبېدو د څرنګوالي پر څېړلو د افغان حکومت ټينګار

د ایران او افغانستان پر پوله د افغان کارګرو له ډوبېدو کابو یوه میاشت تېرېږي، خو تراوسه د دغې پېښې څرنګوالی روښانه نه دی.

د هرات والي سید وحید قتالي وايي افغان حکومت په دې برخه کې هېڅ مصلحت نه مني.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له دې مخکې په یوه رپوټ کې ویلي و چې دغه افغان کارګر د ایران پوله ساتو ځواکونو له خوا اړ کړل شوي وو چې له سیند څخه تېر شي.

د هرات والي زیاتوي باید روښانه شي چې د دغه جنایت عاملین څوک دي:«په هېڅ ډول دا مسله په صفري ټکي کې بې پایلې نه پاتې کېږي چې څوک ونه مني دا کار چا کړی دی.»

د هرات والي ژمنه کړې چې د وژل شویو کسانو د کورنیو او پېښې د ژغورل شویو لپاره به د نغدي مرستو ترڅنګ د کار زمینه هم برابره شي.

د سې شنبې په ورځ یو ایرانی پلاوی د دغې پېښې د څېړنې لپاره کابل ته راغلی او د بهرنیو چارو زوارت له سرپرست حنیف اتمر سره یې ولیدل. د بهرنیو چارو وزارت وویل چې شواهد او سندونه دغه پلاوي ته سپارل شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد څرګنده کړه:«هغه څېړنې چې افغان لوري لرلې هغه یې بشپړې کړې... د بهرنیو چارو وزیر ټول سندونه او شواهد یې ایراني پلاوي ته په تفصیل سره تشریح کړي او ایراني لوری حاضر شو چې سندونه ترلاسه کړل او د ایران له کورنیو بنسټونو او مراجعو سره، تر څېړنې وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزات ته معلومات ورکړي.»

د هغو افغانانو کورنۍ چې د افغانستان او ایران پر پوله په سیند کې ډوب شوي له حکومت او نړیوالو بنسټونو غواړي د دغو کسانو د مړینې عاملینو ته په نړیواله محکمه کې سزا ورکړل شي.
 
شریک یي کړئ