Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

"د امرستار وژلو په تړاو د امنیت له کابو۲۰‍ کارکوونکو پلټنې کېږي"

د امر ستار غوربندي د وژل کېدو پېښې حقیقت موندونکي پلاوي یو غړی وايي چې د یوې ښځينه څارنوالې په ګډون د ملي امنیت څه باندې ۲۰ تنه کارکوونکي تر پلټنو لاندې دي.

د حقیقت موندونکي پلاوي دغه غړی وايي د دوی موندنې ښيي؛ پر هغه کور چې امر ستار او څلور تنه نور په کې ووژل شول د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له عملیاتو د ملي امنیت ریاست سرپرست او همداراز د کورنیو چارو نوماند وزیر خبر نه وو.

د پلاوي غړی او د یوه وژل شوي کس زوی حاجي شفیع غوربندی وايي:«هغه ریاست چې ملي امنیت پورې اړوند دی او دغه عملیات یې تنظیم کړي او د عملیات ډله یې راغوښتې او هغوی دم ګړۍ تر پلټنو لاندې دي.»

د پلاوي د دغه غړي په وینا د یوې ښځینه څارنوالې په ګډون د ملي امنیت له شلو زیاتو کارکوونکو څخه پلټنې شوې دي.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت له دې مخکې په دې برید کې د دغه وزارت ونډه رد کړې وه؛ خو اوس د کابل امنیه قوماندان وايي چې د دغې ادارې یو کارکوونکی د عملیاتو پر مهال حاضر و.

د کابل امنیه قوماندان سید محمد روشندل په دې اړه څرګندوي:«یو تن استازی په ټولو هغو عملیاتو کې چې کابل په امنیتي برخو کې کېږي تل استازی لري چې موږ هم یو استازی درلود.»

له بلخوا د هېواد د حقوق پوهانو ټولنه وايي چې د دغه راز پېښو د څېړلو لپاره قانوني بنسټ لویه څارنوالي ده او حقیقت موندونکی پلاوی چې ګومارل کېږي تر ډېره سیاسي موخې لري.

د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې مرستیال سبحان مصباح وویل:«د دې لپاره چې عامو خلکو ته دوکه ورکړي او ځان له دغې موضوع لیرې وساتي، مسله سیاسي کړي پلاوی ګوماري.»

د امر ستار له وژل کېدو وروسته حکومت یو پلاوی ګومارلی او دوی ته یې دوې اوونۍ وخت ورکړ چې خپل رپوټ بشپړ او له خلکو سره یې شریک کړي خو تراوسه دغه رپوټ له خلکو سره شریک شوی نه دی.

معلوماتو ته د لاسرسۍ کمېسیون کمېشنره زهرا موسوي په دې اړه وايي:«دولت مکلفیت لري او د خپلې هغې ژمنې پر بنسټ چې خلکو ته یې کړې باید معلومات شریک کړي.»

امر ستار غوربندی یو پخوانی جهادي قومندان او همدارنګه په ولسمشرۍ ټاکنو کې د اشرف غني ټاکنیزې ډلې یو ملاتړی و.

ملي امنیت سره له دې چې د دغو عملیاتو مسوولیت منلی خو په دې اړه یې تراوسه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ