Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا استخبارات: د پاکستان پوځ افغانستان کې د امریکې ګټې ګواښي

د امریکا متحدو ایالتو استخباراتي ټولنه ګواښ کوي چې د پاکستان پوځ په افغانستان کې د امریکا ګټې ګواښي.

د امریکا د شپږو استخباراتي سازمانونو چارواکي سناتورانو ته د نړیوالو ګواښونو په اړه د رپوټ ورکولو په موخه د امریکا د سنا د استخباراتو کمېټې ته ورغلي دي.

د دغو استخباراتي سازمانونو په کلني راپور کې راغلي پاکستان د اټومي وسلو په پراخولو، د طالبانو، حقانې شبکې او نورو ترهګرو په ملاتړ، له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې د همکاریو په کموالي او چین ته په نېږدې کېدو سره د امریکا ګټې ګواښي.

په دغه رپوټ کې راغلي چې په روان کال کې به د افغانستان امنیتي حالت لږ څه خراب شي خو د نفوس لروونکو سیمو له پرځېدو به مخنیوی وشي.

د واشنګټن د استخباراتي سازمانونو د دغه ګډ رپوټ په یوه برخه کې د پاکستان په وړاندې د سیاستونو دوام ته هم اشاره شوې ده.

د امریکا د ملي استخباراتو رییس ډن کوټس په دې اړه وویل:« د پاکستان پوځي مشران له حساسې کرښې تېرېدو ته دوام ورکوي، د طالبانو او په دوی پورې نورو تړلو ډلو پرخلاف د پاکستان د پوځ عملیات داسې ښيي چې د دغو ډلو پرخلاف ګامونه پورته کېږي خو دا اقدامات پر نوموړو ډلو د پام وړ فشارونو ښودنه نه کوي.»

د افغانستان ناسم امنیتي وضعیت او همداراز د ترهګرۍ پرخلاف مبارزه کې د دې هېواد د امنیتي ځواکونو د بشپړې توانمنۍ نشتوالی د دغه رپوټ بله برخه ده.

ښاغلي کوټس زیاته کړه:« افغان امنیتي ځواکونه دوامداره کارندوالی نه‎لري خو د ایتلافي ځواکونو په ملاتړ ښايي د ډېری ګڼ مېشته سیمو امنیت ټینګ کړي، زموږ څېړنې ښيي چې په پاکستان کې مېشتې ترهګرې ډلې تراوسه هم له خپلو امنو پټن‎ځایونو کټه اخلي او له هغه ځایه د امریکا پر ګټو سربېره پر هند او افغانستان هم بریدونه کوي.»

د امریکا د سنا د استخباراتو د کمېټې مشر ریچارډ بُر څرګنده کړه:« په افغانستان په تېره بیا کابل کې د ترهګریزو بریدونو له امله څه باندې ۱۵۰ تنه ووژل شول، دا بریدونه له شپاړس کلنو جګړو وروسته د نوموړي هېواد د امنیت د لاخرابېدو ښودنه کوي، مخالف وسله‎وال ماته نه مني او افغان حکومت د خلکو د امنیت د ټینګښت په کار کې له ستونزو سره مخامخ دی.»

په دې لړ کې امریکايي او پاکستاني چارواکي وايي واشنګټن له نړیوالو ترهګرو د ملاتړو په نوملړ کې د پاکستان د نوم د شاملولو لپاره هڅه کوي.

د پاکستان د مالیې وزارت سرپرست رویټرز خبري اژانس ته ویلي امریکا څو اوونۍ مخکې دا طرحه جوړه کړه او وروسته یې فرانسه او جرمني هم وهڅول چې له دغې طرحې ملاتړ وکړي.

یوه امریکايي چارواکي هم دا مالومات تایید کړي دي.

دا طرحه به د پیسو له سپينولو سره د مبارزې د نړیوال سازمان ناستې ته ولېږل شي چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ په فرانسه کې ترسره شي.

که په دغه نوملړ کې د پاکستان نوم شامل شي، په نوموړي هېواد کې به بهرنۍ پانګونې محدودې شي او همداراز به پاکستان له هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د پورونو په اخیستو کې له لویو ستونزو سره مخامخ شي.

شریک یي کړئ