Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې مهمې برخې نه دي عملي شوې

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک پر بنسټ د ۱۳۵ ورځو په اوږدو کې باید په افغانستان کې بهرني ځواکونه کم شوي وای، تاوتریخوالی کم شوی وای او د افغانانو ترمنځ خبرې اترې پيل شوې وای. 

خو د دغې هوکړې له لاسلیکه د ۱۳۶ ورځو په تېرېدو سره لا هم د دغې هوکړې ډېری برخې عملي شوې نه دي.

د دغې هوکړې له لاسلیکه لس ورځې وروسته باید ۵ زره طالب بندیان د افغان حکومت له بندخونو او همداراز زر دولتي کسان د طالبانو له بند خونې آزاد شوي وای او تر هغې وروسته د افغانانو تر منځ باید خبرې پیل شوې وای؛ خو لا هم روښانه نه ده چې دغه خبرې به کله پیل شي.

امریکايي چارواکو د دې پخلی کړی چې د دغه هوکړه لیک پربنسټ، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۸ زره او ۶۰۰ تنو ته کم شوی. په هېواد کې د ناټو ځواکونو شمېر د ۸ زره او ۶۰۰ امریکايي ځواکونو په ګډون ۱۲ زرو تنو ته رسېږي.

په کابل کې یوه امریکايي طلوع نیوز ته ویلي چې هغه پوځي اډې چې د دغه هېواد ځواکونه ترې وتلي او دغه اډې تړل شوي دي په هلمند، پکتیکا، لغمان او ارزګان ولایتونو کې موقعیت لري.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې طالبانو خپلې ژمنې نه دي عملي کړي او د سولې هوکړه لیک له لاسلیک وروسته د دغې ډلې خوځښتونه باید وڅارل شي.
 
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل:«مهم مسوولیت یې د تاوتریخوالي کموالی د نه اعلان شوی اوربند و، بل مسوولیت یې زموږ د اسیرانو ازادول وو، بل مسوولیت یې له ټولو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکون و، خو تاسو د ملګرو ملتونو سازمان وروستی رپوټ او د خپله امریکې رپوټونه ولیدل چې لا دغه کار نه دی شوی یعنې د افغان سولې بهیر د بریا ستر مسوولیت د طالبانو په اوږو دی.»

د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې له مخې، طالبان پر دې مکلف شوي چې، د القاعدې په ګډون له نورو ترهګرو ډلو سره باید خپلې اړیکې پرې کړي؛ خو له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو د دوام په هکله لا هم رپوټونه شته.

د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري وايي:«تېره شپه طالبانو له څه باندې ۷۰ تنو کمیت سره، د بهرنیو او کورنیو ترهګرو په مرسته د ارغنجخوا ولسوالۍ پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي چې په دغو بریدونو کې اوه ملي او سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.»

د بدخشان د ولایتي شورا غړی محبوب الرحمان طلعت هم څرګندوي:«په راغ ولسوالۍ کې یې هم پر دولتي پوستو عملیات لرل. داعشیانو او القاعده د طالبانو په مرسته برید وکړ.»

لا تر اوسه افغان حکومت شاوخوا ۴۲۰۰ طالب بندیان او طالبانو بیا څه باندې ۷۰۰ دولتي کسان خوشې کړي دي.

د امنیت شورا دفتر ویاند جاوېد فیصل وویل:«دوی (طالبان) نه یې تاوتریخوالی کم کړی نه یې اسیران ازاد کړي نه هم توانېدلي چې مشرتابه یې د سولې لپاره یوه اجماع جوړه کړي.»

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې له مخې، د تېر کال د کب پر شلمه ورځ د افغانانو تر منځ له خبرو وروسته، امریکا د وږي تر شپږمې د طالبانو پر غړو د بندیزونو د لرې کولو په اړه بیا کتنه پیلوله او د افغانانو تر منځ د خبرو له پیلېدو سره سم د روان کال د غبرګولي تر نهمې پورې د بندیزونو د لرې کولو په اړه ځینې کارونه کړې وای؛ خو لا تراوسه هم دغه کارونه نه دي ترسره شوي.

خو د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړې له لاسلیکه د ۱۳۶ ورځو په تېرېدو سره لا هم د دغې هوکړې ډېری برخې عملي شوي نه دي.

شریک یي کړئ