د امریکا متحده ایالاتو او کاناډا چارواکي د دې هېوادونو په یوشمېر برخو کې د راتلونکې سختې تاریخي یخنۍ خبر ورکوي. دوی وايي په دې سره به د سړې هوا کچه تر ۵۳ درجې ښکته وي.
ویل کيږي چې د امریکا منځیو او شمالي ایالتونو او همدارنګه د کاناډا منځنیو او ختیځو ولایتونو کې به دا یخني احساس شي.
دا چارواکي وايي په دې کچې سره هوا یوازې په څو لسیزو کې یو ځل سړیږي.
امریکايي او کاناډايي چارواکو له خلکو غوښتنه کړې ده چې اړینې تابیاوې ولري او ان په سړه هوا کې ژور تنفس هم ونکړي، تر څو روغتیا ته یې زیان ونه رسیږي.
ټاکل شوې چې په امریکا او کاناډا کې کابو ۵۵ میلیونه کسان د دې سړې هوا تجربه وکړي.