د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ټاکل شوې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیزاد د کابل له سفره وروسته، دوحې ته ولاړ شي او له طالبانو سره خبرې پیل کړي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې (چهارشنبې د لیندۍ په ۱۳مه نېټه) راغلي چې خلیلزاد کابل او دوحې ته د خپل سفر لړۍ پیل کړې ده.
اعلامیه کې همداراز راغلي چې ټاکل شوې، خلیلزاد د افغان حکومتي چارواکو سره افغانستان ته د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د وروستي سفر په تړاو هم خبرې وکړي.
له دې سره هم مهاله ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر غني له ښاغلي خلیلزاد سره لیدلي دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو دفتر وايي چې« دواړو لوریو د اوربند او له هیواده بهر د طالبانو د پټنځایونو پر ستونزې تمرکز چې د افغانستان او امریکا ولسمشرانو پرې په خپله وروستۍ کتنه کې د پایداره سولې موافقتنامې د ترلاسه کولو په خاطر بحث کړی وو.» خبرې وکړې.
ولسمشرۍ ماڼۍ زیاته کړې ده:«ولسمشر غني، خلیلزاد ته څرګنده کړه چې د سولې پروسې د پرمخ بېولو په موخه باید دواړه ذکر شوي موضوعات په جدي ډول په پام کې ونیول شي.»