Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پومپئو د ننګرهار برید غبرګون کې: عبادت‌ځایونه باید خوندي ووسي

د امریکا بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپئو د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ په یوه جومات کې د وړمې ورځې غبرګې چاودنې وغندلې.

پومپئو ویلي چې عبادت ځایونه باید له ترهګریزو بریدونو خوندي ووسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرپانه کې د راغلي دي:«امریکا افغانستان کې سولې او ټیکاو ته ژمنه ده او له ترهګرۍ سره خپلې مبارزې ته دوام ورکوو. موږ د افغانستان خلکو سره چې سوله غواړي او له تاوتریخوالیو تش ژوند غواړي، ولاړ یوو.»

خبرپاڼه کې د پومپئو له قوله زیاته شوې ده:«عبادت‎ځایونه باید خوندي ووسي، نه د ترهګریزو بریدونو لپاره موخه. موږ خپله ژوره خواخوږي د پېښې د قربانیانو کورنیو سره چریکوو.»

 د امریکا بهرنیو چارو وزیر د پېښې د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ "جو درې" سیمې په یوه جومات کې پرله ‎پسې دوو چاودنو د ۷۲کسانو ژوند واخیست.

د ننګرهار د ځايي چارواکو په وینا، چاودنې له غرمې وروسته (جمعه د تلې په ۲۶مه) د یوې نیمې بجې په شاوخوا کې هغه مهال رامنځته شوې چې لمونځ کوونکي د جمعې د لمانځه د ادا کولوپه حال کې وو.

په دې پېښه کې ۳۲ تنه نور ټپیان شول.

د پېښې شاهدان وايي چې د دغې پېښې له امله د دغه جومات چت رالوېدلی دی.

تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

ننګرهار کې د جمعې په ورځ جومات کې چاودنې د ۷۲ کسانو ژوند واخیست او کابو دېرش نور یې ټپیان کړل

شریک یي کړئ