Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا فډرال محکمې له خوا د نورستاني د محکومیت په اړه غبرګونونه

ولسمشرۍ ماڼۍ د امریکا فډرال محکمې له خوا د ناقانونه پیسو د اخیستو، د ټاکنو خپلواک کمېسیون مخکني رییس او د مشرانو جرګې اوسني غړي د محکومیت په غبرګون کې وايي، که چېرې نورستانی په امریکا کې ناقانونه کړنه کړې وي، د دغه هېواد عدلي او قضايي بنسټونه کولای شي د هغه په اړه پرېکړه وکړي.

د یکشنبې په ورځ د امریکا د فډرال محکمې له لوري د ښاغلي نورستاني د درغلیو په تور د محکومیت په اړه رپوټونه خپاره شول.

د دغې محکمې د حکم له مخې یوسف نورستاني د ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۸ کلونو پورې په غیرقانوني توګه ۱۰۰ زره امریکايي ډالره د امریکا د کلیفورنیا ایالت په سوېلي سیمه کې له یوه مرستندویه بنسټه ترلاسه کړي؛ یاد دفتر دغه پیسې له هغو سپین ږیرو سره چې له مالي ستونزو سره مخ وي، مرسته کوي.

د دغې سیمې د مرستندویه بنسټ دفتر د نورستاني په دوسیه کې د لیکل شویو تورونو د څرګندونو په اړه راغلي چې، نوموړي په دې اړه د دغه هېواد یوه ټولنیز سازمان ته دروغ ویلي دي.

له دغې پېښې یوه ورځ وروسته د ولسمشر غني ویاند په خپله ټویټر پاڼه کې جرم یو شخصي عمل بللی او په ټینګار سره یې ویلي که چېرې یوسف نورستاني په امریکا کې کوم غیرقانوني کار کړی وي، د هغه هېواد عدلي او قضايي بنسټونه کولی شي د نوموړي په اړه پرېکړه وکړي.

خو اجراییه ریاست بیا په دې اړه بل لیدلوری لري.

د اجراییه ریاست ویاند مجیب رحیمي په دې اړه وايي:«د دې پر ځای چې هغوی زندان ته واستوي، د سلاکارانو په توګه یې وګومارل. د دې پر ځای چې زندان ته ولاړ شي، سناټوران شول. خوږ خوښ یوو چې لږ تر لږه په امریکا کې، بیا هم د درغلۍ او دوکې په جرم، د افغانستان یو تر ټولو ستر خیانت کاره تورن شوی او هیله لرم چې ورته درنه سزا ورکړل شي.»

شاوخوا ۸ میاشتې مخکې، یوسف نورستانی د اداري فساد د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې په عدلي او قضايي مرکز کې له خپلې دندې د ناوړه ګټنې په تور په یوه کال بند او پر یو مېلیون افغانیو جریمه محکوم شو؛ خو دغه حکم پر نوموړي چې اوس د مشرانو جرګې غړی دی، اجرا شوی نه دی.

اوس اوس داسې راپورونه هم خپاره شوي چې، ولسمشر غني د تېر کال په زمري میاشت کې له ۹۱ کوډه  ۲ مېلیونه او ۴۰۰ زره افغانۍ د یوسف نورستاني د دسترخوان او د کور کرایې لپاره ځانګړې کړې وې.

د ولسي جرګې غړی ظاهر سالنګي څرګندوي:«له خواشینۍ سره باید ووایم چې په ډېریو مسایلو کې، د افغانستان حکومت سلیقه يي او سیاسي چلند کوي. موږ ته لرو چې نه یوازې ښاغلی نورستاني، ټول هغه کسان چې تورن دي، حکومت باید خپلې قضیې جدي وڅېړي.»

د ولسي جرګې غړی ذبیح الله عتیق هم وویل:«هر افغان چې په اړه یې بشبړ معلومات لري، او د افغانستان د خلکو په ارادې یې ګام اېښی، باید ورسره قانوني چلند وشي او د افغانستان عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي کړي، څو لږ تر لږه د افغانستان راتلوونکي ته هیله من شو.»

د امریکا د فډرال محکمې د پرېکړې له مخې یوسف نورستانی په لس کاله بند او ۲۵۰ زره ډالرو پر ورکړې محکوم شوی دی.

نوموړی باید په دې اړه د ۲۰۲۰ کال د مارچ په نهمه بیاځلي محکمې ته حاضر شي.

شریک یي کړئ