ولسمشر غني چې د مونیخ امنیتي غونډې د ګډون لپاره المان ته تللی، نن ماښام (جمعه د سلواغې په ۲۵مه) په یوې ګډې غونډه کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو، د امریکا دفاع وزیر مارک سپر، او همدارنګه د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ولیدل.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپل ټوېټر پاڼه د دغې غونډه په اړه لیکلي، خو د خبرو اترو د موضوع په اړه یې څه نه دي ویلي.
په دغې غونډه کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ مېلر، د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست، اسدالله خالد، د بهرنیو چارو سرپرست هارون چخانسوري هم حضور لري.
له دې مخکې د ناټو سرمنشي ینس سټولتنبرګ ویلي چې ټاکل شوې له ولسمشر غني سره وویني او د افغان سولې په هکله ورسره خبرې وکړي.
د ناټو منشي همدارنګه ویلي که چېرې طالبان قادر وي چې د تاوتریخوالي دکموالي لپاره جدي اراده او هوډ وښيي، ناټو به په افغانستان کې د خپلو پوځیانو کچه تنظیم کړي.
دا لیدنه په داسې حال کې کېږي، چې سرچینې د سولې هوکړه لیک لاسلیک ته د امریکا او طالبانو له نږدېوالي خبر ورکوي.
تېره ورځ، د امریکا دفاع وزیر مارک سپر په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې وویل چې له طالبانو سره یې د اوه ورځني تاوتریخوالي د کمښت د هوکړې په اړه خبرې کړې دي.