Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا له تور نوملړ څخه د حکمتیار د نوم د لیرې کېدو غوښتنه

د اسلامي حزب یو استازي نن سې‎شنبې (د سلواغې په ۲۶ مه) وویل ټاکل شوې وه چې د ملګرو ملتونو له تور نوملړ څخه د ګلبدین حکمتیار د نوم له ایستلو څخه پنځه ورخې وروسته د امریکا متحده ایالاتونو له تور نوملړ څخه د حزب اسلامي د مشر نوم وایستل شي خو تراوسه دغه کار نه دې تر سره شوي.

اخوا حزب اسلامي په ترکیه کې د دغه ګوند د مشر د شتون په اړه خپاره شوي رپوټونه ردوي او وایي چې د دغه ګوند مشر په افغانستان کې دی.

د حزب اسلامي یوه ویاند نادر افغان په دې اړه څرګنده کړه:«د دولت ژمنه همدا وه له هغې وروسته کله چې د امنیت شورا د حزب اسلامي د مشر نوم له تور نوملړ څخه لیرې کړي،د څلور تر پنځو ورځو په اوږدو کې به د امریکا متحده ایالاتونه هم د یوې اعلامیې په خپرېدو سره د دغه هېواد له تور نوملړ څخه د حزب اسلامي او د حزب اسلامي د مشر نوم به بهر کړي؛خو تراوسه دغه ژمنه عملي شوې نه ده.»

له دې مخکې د ترکیې په یوه روغتون کې د ښاغلي حکمتیار د بسترېدو او همداراز ترکیې ته د دغه ګوند د پلاوي د سفر په اړه رپوټونه خپاره شول خو حزب اسلامي په دې اړه داسې وایي.

ښاغلي افغان زیاته کړه:«د حزب اسلامي مشر،هېڅ روغتیايي ستونزه نه‎لري او اوس هم دننه په افغانستان کې دی! دغه اوازې او خبرونه چې خپاره شوي،په بشپړه توګه ناسم دي!ترکیې د حزب اسلامي سفر یو دوستانه سفر وه.»

په دغه راز وضعیت کې په یو شمېر ولایتونو کې د سولې د عالي شورا استازي د حزب اسلامي د غړو له جګړې لاس اخیستو او د سولې له بهیر سره یوه ځاي کېدو ته هیله من دي.

د کندز د سولې د عالي شورا رییس حبیب الله محتشم وايي:«شرایط داسې وو چې د حزب اسلامي یو شمېر غړي له نورو ډلو،له هغې ډلې له طالبانو سره یوځای شي؛خو کله چې یو بهیر بریالی کېږي نو دوی ټول به هڅه وکړي که‎چېرې یوه ورځ په حزب اسلامي کې وي،اوس د سولې له بهیر سره یوځای کېږي.»

له بلخوا داسې غوښتنې کېږي چې حکومت باید ژرتر ژره له حزب اسلامي سره د خبرو بهیر پای ته ورسوي او له طالبانو سره د سولې په لټه کې شي.

د پوهنتون استاد حکمت الله شهباز څرګنده کړه:«پر طالبانو باید فشار ډېر شي ترڅو هغوی هم د سولې له بهیر سره یوځای کېدو ته حاضر شي.»

تمه کېده چې د ملګروملتو د امنیت شورا له نوملړ څخه د ګلبدین حکمتیار د نوم له ایستلو وروسته د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د هوکړې نورې مادې هم تر دوو یا درېیو اوونیو عملي شي.

حزب اسلامي وايي د دغو ټولو کارونو له ترسره کېدو وروسته به ددغه ګوند مشر د یوه ولایت مرکز ته او له هغه ځایه به کابل ته راشي.

شریک یي کړئ