Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا له پوځي بریده ۱۸کاله وروسته لاهم د جګړې پای روښانه نه دی

امریکايي ځواکونو اتلس کاله مخکې په همدې ورځې په افغانستان پويځ برید وکړ چې لاهم د دغې جګړې پای روښانه نه دی.

د حکومت اوسني او مخکني چارواکي مني چې افغانستان نه دی توانېدلی چې د امریکا له شتونه په لازمه توګه ګټه پورته کړي او د جګړې او تاوتریخوالي دوام په هېواد کې د امریکا ماته ګڼي.

د همدې برید په پایله کې امریکا افغانستان ته مخه کړه او اوس له اتلسو کلونو وروسته د افغانستان جګړه د امریکا تر ټولو اوږده جګړه بلل کیږي.

د افغانستان جګړې یوازې واشنګټن ته څه باندې اوه سوه مېلیارده ډالره لګښت لرلی او په دغې جګړه کې څه باندې دوه زره او پنځه سوه امریکايي ځواکونه او ۱۵۰ زره افغان دولتي ځواکونه وژل شوي دي.

افغانستان ته د امریکايي ځواکونو راتګ او د مېلیاردونو ډالرو راوړل کېدو هیله‎مندي رامنځته کړې وه خو د مرستو د مدیریت پر څرنګوالي، بیخ بنسټونو ته پر نه پاملرنې او همداراز د جګړې پر پراختیا سختې نیوکې کېږي.

د پخواني ولسمشر د دفتر رییس عبدالکریم خُرم وايي:«د سولې خبرې زموږ لپاره اوس یو فرصت دی او له دغې موکې استفاده به زموږ هوښیاري وي چې له هغې څه ډول استفاده وکړو.»

امریکا په دې موده کې یوازې د افغانستان د بیارغونې په برخه کې ۱۱۵ مېلیارد ډالر لګولي دي خو تراوسه د هېواد ۵۴ سلنه وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

رحمت الله چې د ورځې سل افغانۍ عاید لري له هغو کسانو څخه دی چې په افغانستان کې د امریکا اتلس کلن شته‎والي د هغه او د نوموړي د کورنۍ په ژوند کې مثبتې اغېزې نه دي لرلې.

بوټ ګنډونکی رحمت الله وویل:«له سهاره تر ماښامه دلته راځم او کار کوم خو هېڅ هم نه کېږي، یوازې همدومره پیسې پیدا کوم چې د یوې کچې ډوډۍ وخورو او له لوږې مړه نه شو.»

ماشومان هم په هېواد کې د اتلس کلنې جګړې قربانیان دي چې کابو څلور مېلیونه ماشومان ښوونځي ته له تلو بې برخې شوې دي.

په افغانستان کې له ماشومانو د ملاتړ صندوق ویانده مریم عطايي څرګنده کړه:«اټکل کېږي چې د ورځې شل مېلیون ماشومان د دې له وېرې چې د جګړې له امله د خپل بدن غړي له لاسه ورنه‎کړي او یا هم د کورنۍ غړي یې قرباني نه‎شي له خوبه وېښېږي.»

په افغانستان کې د امریکا د شته‎والي مخالفینو کابل کې یوه ناسته ترسره کړې ده.

د حزب اسلامي غړی ستار خواصي وايي:«خپلواکي نه‎لرو، دا هېواد ښکېلاک شوی او واقعاً په ښکېلاک کې ژوند کوو.»

سیاسي فعال نظر محمد مطمئن هم وویل:«زموږ ماشومانو ته په زانګو کې اور اچول کېږي او دغه کار په تېرو اتلسو کلونو کې دوام درلود.»

په تېرو اتلسو کلونو کې په افغانستان کې یو لړ پرمختګونه شوي خو په اوسني وخت کې د هېواد په څه د پاسه شلو ولایتونو کې جګړه روانه ده او د سولې هڅو هم تراوسه مثبتې پایلې نه دي لرلې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه