Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا پوځ: د داعش ګواښ د افغانستان په درې ولایتونو کې محدود دی

په افغانستان کې د امریکې د پوځ ویاند وايي چې په تېر زیږدیز کال (۲۰۱۷) کې په افغانستان کې د داعش کابو یو زره او ۶۰۰ تنه جنګیالي وژل شوي دي.

په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت ویاند ټامس ګریزبرګ، له طلوع نیوز سره په مرکه کې وايي چې په افغانستان کې د داعش له امله ګواښ د پراخیتا په حال کې نه دی.

هغه  وايي، چې داعش وسله‎وال د افغانستان په درېیو ولایتونو کې فعالیت لري خو ګواښونه يي اوس‎مهال د پراختیا په حال کې نه دي.

نوموړی زیاتوي له افغان ځواکونو د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکوانو له ملاتړ سره توانېدلي چې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ مومند درې په سیمه کې دا عشیان لږ ترلږه ۷ کیلومټره په شا وتمبوي.

ښاغلي ګریزبرګ زیاته کړه:« په افغانستان کې په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې شاوخوا یو زره او ۶۰۰ داعشیان وژل شوي دي.»

د امریکا د پوځ دغه لوړ پوړی چارواکی له طالبانو غواړي چې د سولې له بهیر سره دې یو ځای شي، له هغې پرته به د افغان ځواکونو له ملاتړ سره به چې په هر ځای کې وي پرې عملیات وشي.

هغه زیاته کړه:« زما پيغام طالبانو ته سوله ده! موږ دوی د ژمي په موسم کې د سولې خبرو اترو ته رابولو دا ژمی به د طالبانو لپاره یو اوږد ژمی وي ځکه پر طالبانو به زموږ عملیات له کوم ځنډ پرته دوام ولري.»

په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت چارواکي د داعش د ځپلو په اړه خبر ورکوي او د داعش د فعالیت پراخوالی یوه اوازه بولي.

خو د ملي شورا یو شمېر غړي په هېواد کې د داعش فعالیت ګواښوونکی بولي او په دې اړه پر حکومت تور لګوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پرېکنده ملاتړ ماموریت د افغانستان په درېیو ولایتونو کې د داعش له فعالیته خبر ورکوي خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي له دې هم د داعش فعالیت زیات بولي.

شریک یي کړئ