Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا پوځ: پر طالبانو به د بمونو باران وشي

په افغانستان کې امریکایي پوځیان وايي پر طالبانو به د بمونو باران وشي دا ځکه چې د بهرنیو ځواکونو تر څنګ د افغان ځواکونو هوايي بریدونه هم دوه برابره زیات شوي.

ویل کېږي بهرني ځواکونه په اوونۍ کې ۴۰ او افغان پوځیان پنځه ویشت هوايي بریدونه کوي.

دغه امریکایي چارواکي وایي، له چین او تاجکستان سره د بدخشان ولایت په ګډه پوله کې د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ پر مورچو بریدونه شوي دي.

د ختیځ ترکستان غورځنګ ډله دننه په چین او بهر کې د خلکو په وژنې او په افغانستان کې د طالبانو په بریدونو کې ونډه لري.

د امریکا د نهم هوايي قطعې قومندان جمیز هیکر په دې اړه وویل:« بې له شکه د افغانستان د هوايي ځواکونو پياوړي کول په افغانستان کې زموږ د هڅو یوه برخه ده، طالبان چې کله زموږ تګلاره اوري له وېرې سره مخامخ کېږي، خو دوی له فشار سره مخامخ کوو ترڅو واقعي جګړې ته راشي چې افغان ځواکونه له هر لوري پرې بریدونه وکړي.»

دغه امریکايي چارواکی په بدخشان او جوزجان ولایتونو کې پر چیني او ازبیک جنګیالیو د بریدونو خبر ورکوي.

هغه زیاتوي:« په تېره یوه اوونۍ کې د امریکا هوايي ځواکونو د طالبانو، د روزنیزو مرکزونو په ګډون د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ مرکزونه په نښه کړل، په دغو بریدونو سره د چین او تاجیکستان پولو ته نېږدې د طالبانو د فعالیتونو مخنیوی کېږي.»

د امریکا پوځ همداراز وايي له پوځي وسایلو او الوتکو سره له عراقه افغانستان ته د زرو امریکايي پوځیانو د لېږد بهیر به تر یوې میاشتې پورې بشپړ شي.

د امریکې د پوځ افسر برنډان پاین په دې اړه څرګنده کړه:« د عراق حکومت په دغه هېواد کې د داعش ماته اعلان کړه، امریکايي ځواکونه تراوسه هم له سوریې سره د عراق پولو ته نېږدې دا ډله تعقیبوي ترڅو نوموړې ډله بیا عراق ته نفوذ ونه‎کړي.»

د امریکا د پوځ د شمېرو له مخې په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د هوايي بریدونو شمېر کابو دوه زره ته رسېږي، په داسې حال کې چې تېر کال امریکايي او ناټو ځواکونو څه د پاسه ۳ زره بریدونه کړي دي.

شریک یي کړئ