د افغانستان په اړه د امریکامتحده ایالاتو د کانګرس د تازه راپور موندنې ښیي، چې پاکستان د افغانستان په چارو کې د لسېزو راهیسې فعال، خو منفي رول لوبولی دی.
راپور کې همداراز راغلي دي:«پاکستان ښایې د یوه متحد او پیاوړي افغانستان پر تله یو بې ثباته او کمزوری افغانستان غوره وبولي، په ځانګړې توګه کابل کې داسې حکومت غواړي چې مشري یې تر ډېره د پښتنو په لاس کې وي.»
په دې راپور کې پاکستان د افغانستان مهم ګاونډ ګڼل شوی دی، خو ویل شوي چې د پاکستان استخبارات د افغان ترهګرو په ځانګړې ډول له حقاني شبکې چې د امریکا لخوا یوه ترهګره ډله ګڼل شوې لا هم اړیکه لري.
راپور کې زیاته شوي، چې افغان مشران او د امریکا د پوځ قومندانان د ترهګرو ډلو د پیاوړتیا لامل پاکستان ګڼي چي په مستقیم او غیر مستقیم یې له ترهګرو ډلو ملاتړ کړی دی.
د کانګرس د راپور تر مخه، امریکایي چارواکو د راپور تر مخه د ترهګروو ډلو پټنځایونه له پوخوا راهیسې په پاکستان کې دي چې دا افغانمستان ته لوی خطر بلل شوی.
د امریکا د کانګرس په راپور کې راغلي چې پاکستان د یو پیاوړي او باثباته حکومت پر ځای تل په افغانستان کې یو کم زوری او بې ثباته حکومت د پښتنو په مشري غوښتی دی.
راپور همداراز زیاتوي چې پاکستان، افغانستان کې د هند له ونډې اندېښنه لري او ظاهرآ طالبان د نوي ډیلي پر وړاندې ښه او معتبره وسیله بولي.
له بلې خوا د امریکا د ترهګرۍ ضد ملي مرکز سرپرست، رسل تراورس د داعش خراسان څانګه، افغانستان کې یو ګواښ بولي.
هغه زیاته کړې:«یقینآ چې د داعش خراسان ډلې څانګړې په تبلیغاتو سره خپله اراده له افغانستانه بهر بریدونو ته ښکاره کړې ده، خو له دغه هېواده یې بهر د تېر کال په پرتله امکان کم شوی دی.»
په همدې حال کې د ګالوپ امریکايي بنسټ تازه نظرپوښتنه ښیې چې افغانستان په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې د نړۍ تر ټولو نا امن هېواد وو، همداراز پر پولیسو د خلکو باور او د امنیت احساس کم شوی دی.