Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکې او طالب استازو د خبرو اترو اوم پړاو رسماً قطر کې پیل شو

د قطر دوحه کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د خبرو اوم پړاو د شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۸م) له غرمې وروسته پیل شو.

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، دې خبرو کې دواړو لورو له افغانستانه د امریکا د پوځیانو د وتلو پر مهالوېش او تر خوا یې د افغانانو ترمنځ د خپلمنځي خبرو د پیل په اړه خبرې اترې او ټینګار کړی دی.

د سیاسي چارو شنوونکی نظرمحمد مطمین وايي:«په مخکنیو غونډو کې پر جزیاتو بحث شوی او ډېری موارد وروستي شوي؛ په دغه پړاو کې هغه څه چې مهم دي، د بهرنیو ځواکونو د وتلو د نېټې مشخص کول دي.»

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني له دغو خبرو یوه ورځ وړاندې اسلام اباد کې افغان زده‌کړیالانو ته په وینا کې وویل، د یوې نیمګړې سولې مسوولیت نه شي اخیستلای.

ولسمشر محمد اشرف غني ویلي:«زه په تاریخ کې نه شم کولای دا مسوولیت واخلم چې سوله دې نیمګړې وي. تاسو لیدلي چې په تېر کې څومره تړونونه لاسلیک شوي، خو عملي شوي نه دي.»

قطر کې امریکا او طالب استازي په داسې حال کې خبرې کوي چې د لومړي ځل لپاره طالبانو ویلي، که امریکا یوې هوکړې ته د رسېدو برخه کې جدي وي، دا خبرې اترې به برخلیک ټاکوونکې وي.

له دې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر کابل ته په سفر کې ویلي و، چې ښايي له دوه میاشتو په کمه موده کې د سولې یوه هوکړه وشي.

قطر کې امریکايي او طالب استازي په داسې حال کې خبرې کوي چې د لومړي ځل لپاره طالبانو ویلي، که امریکا یوې هوکړې ته د رسېدو برخه کې جدي وي، دا خبرې اترې به برخلیک ټاکوونکې وي.

شریک یي کړئ