Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امنیتي ګواښونو له زیاتوالي د میدان ښار د اوسېدونکو اندېښنې

د وردګو د مرکز میدان ښار ځينې اوسېدونکي هغه څه چې د امنیتي ګواښونو زیاتوالی ګڼي اندېښنه څرګندوي او ګواښ کوی که چېرې دغه ښار ته پاملرنه ونه شي، امنیتي وضعیت به خراب شي.

هغوی ادعا لري چې د دغه ولایت د مرکز په څو برخو کې طالبان پراخ حضور لري او د دغې ډلې جنګیالي هره شپه په میدان ښار کې له دولتي ځواکونو سره ښکېل وي.

د امنیتي سرچینو په وینا طالبانو دوه شپې مخکې میدان ښار ته نږدې په ده افغانانو سیمه کې پر یوې پوستې برید وکړ او ۷ سرتېري یې له ځانه سره بيولي دي.

د میدان ښار اوسېدونکی محمد نذیر وویل:«ټول ځایونه په کلابند کې دي. په پوستو کې طالبان ورځ په ورځ مخ ته راځي او ولایت د پرځېدو په حال کې دی. هره ورځ جګړه ده. هره ورځ شل تر ۳۰ جنازې له دې ځایه راوړي.»

د میدان ښار بل اوسېدونکی عبدالله خان هم وايي:«شپه تر سهاره جګړه ده. خلک وژل کېږي. ټول بې دفاع خلک وژل کېږي؛ دا پر موږ څه ډول حالت دی.»

د میدان ښار امنيتي کړۍ له درېیو خواوو یعنې له جلرېز، نرخ او سیداباد ولسوالیو چې په کې طالبان فعال حضور لري، رامحدوده شوې ده.

د میدان ښار اوسېدونکی نجیب الرحمان څرګندوي:«نه سوله ده، نه هم بل څه، یو ډز چې وشي هر څه له منځه وړي؛ هېڅوک نه پرېږدي.»

طالبانو له امریکا سره د سولې په هوکړه کې ژمنه کړې چې، د ولایتونو پر مرکزونو او لویو لارو به بریدونه نه کوي؛ خو د میدان وردګو اوسېدونکي بیا وايي چې په اوسنیو شرایطو کې نه ښار امن دی او نه هم لویې لارې!

په دې ځای کې مو په دې اړه د هېڅ سیمه ییز چارواکي نظر ترلاسه نه شوای کړی او راته وویل شول چې، هغوی له دغه ولایته بهر دي.

له دې سره سم، د څارګرې ملي ادارې پخواني مشر رحمت الله نبیل پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې، ځینې کورني او بهرني ترهګر د ډیورند فرضي کرښې له ها خوا او د پکتیکا او زابل له لارې د میدان وردګو ولایت په ګاونډ د غزني پر ستراتیژيک ښار د یوه لوی برید په لټه کې دي.

شریک یي کړئ