Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امنیت ملي پر روغتون او کورنیو چارو پر وزارت د برید مخنیوی وشو

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د دغه ریاست کارکوونکو په کابل ښار کې د دو سترو ځانمرګو بریدونو مخنیوی وکړ.

دا ریاست د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته د خبرپاڼې له خپرولو سره وايي چې د طالبانو یوې اوه کسیزې ډلې هوډ درلود چې د ملي امنیت پر روغتون او د کورنیو چارو پر وزارت برید وکړي چې د دغه ریاست د کارکوونکو له خوا ونیول شول.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، نیول شویو کسانو اعتراف کړی چې پوځي زده کړې او د ځانمرګو واسکټونو استفاده یې د «اصحاب الجنه، هاشمیه، اصحاب الصفه، منصوري لښکر او عمري لښکر» په مدرسو کې زده کړي دي چې د ملي امنیت د ریاست په وینا د پاکستان په چمن کې موقعیت لري او په مولوي احمد کندهاري پورې اړوندې مدرسې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ، کابل د دوه ځانمرګو بریدونو شاهد وه چې په هغه کې د ۹ خبریالانو او تصویر اخیستوونکو په ګډون لږ تر لږه ۳۰ تنه ووژل شول.

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د طالبانو یوې اوه کسیزې ډلې هوډ درلود چې د ملي امنیت پر روغتون او د کورنیو چارو پر وزارت برید وکړي چې د دغه ریاست د کارکوونکو له خوا ونیول شول.

شریک یي کړئ