Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کندز کې د اهل هنودو د استازي وژل کېدل

د اهل هنودو استازی لالا دلسوز د پنجشنبې پر ګهیځ (د مرغومې په ۹ مه)د کندز په ښار کې د  وسله‎والو له خوا ووژل شو.

د پېښې شاهدان وايي چې یوناني طبیب او د اهل هنودو استازی لالا دلسوز ۰۹:۰۰ بجې د وسله‎والو کسانو له خوا د کور ته‎څېرمه یې په ډزو سره ووژل شو.

د هغه د خپلوانو په وینا،پنځه کاله پخوا هم د وسله‎والو کسانو په ډزو کې ټپي شوی وه.

د کندز ښار د امنیت امر معصوم هاشمي د دغې پېښې له پخلي سره وايي چې پولیسو په دې اړه درې تنه نوي او په دې اړه پلټنې روانې دي.

د کندز د حوزوي روغتون رییس نعیم منګل هم د لالا دلستوز وژل تأیید وي.

رپوټونه رسوي چې لالا دلسوز لومړی ټپي شوی وه او روغتون ته د لېږدولو په لور ساه ورکړه.

د لالا دلسوز ماما پریم،د دغې برې له تأیید سره وايي چې هغه له چا سره دښمني نه لرله.

پریم له دولت څخه وغوښتل چې دغه پېښه په جدیت سره وڅېړي او که‎چېرې دولت د دغې پېښې عاملان مجازات نه‎کړي،سیکه وکړي به خپلۍ ټولې شتمنۍ به وپلوري او کندز به پرېږدي.
د کندز له پرځېدو څخه وروسته،یو شمېر اهل هنودو وګړو کندز پرېښی او اوس یوازې درې کورنۍ په کندز کې ژوند کوي.

ویل کېږي چې له ۳۰ کلونو راهیسې اهل هنود په کندز کې ژوند کوي.

رپوټونه رسوي چې د کندز له پرځېدو وروسته لالا دلسوز خپله کورنۍ هند ته ولېږدوله او ده له خپل ماما سره په درمسال کې ژوند کاوه.

د طلوع نیوز موندنې

په همدې حال کې د طلوع نیوز موندنې ښيي چې په څه باندې درېیو وروستیو لسیزو کې،څه باندې ۹۹ سنله سیکه او هندو وګړو هېواد پرېښی دی.په شپېتمه هجري لمریزې لسیزه کې،د دغو وګړو شمېر کابو ۲۲۰ زره وو؛خو اوس یوازې ۱۳۵۰ تنه په هېواد کې پاتې دي.

د دې رپوټ د برابرولو پرمهال دې پایلې ته ورسېدو چې له طالبانو څخه په وروسته حکومتونو کې د افغانستان هندوان او سیکان له ډېرو ناخوالو سره مخامخ شوي دي.

له هېواده پر تېښتې سربېره یو شمېر له ولایتونو څخه پلازمېنې ته کډې کولو ته اړ شوي دي.

هلمند او کندهار له دغو ولایتونو څخه دي چې په اوسني وخت کې په هلمند کې هېڅ هندو او سیکان نشته او په کندهار کې هم یوازې یوه کورنۍ اوسېږي.

له دې سره سره هندوان او سیکان تراوسه هم په افغانستان کې د اوسېدو لپاره هڅې کوي، بیاهم راتلونکي ته هیله من دي او په افغانستان کې د پاتې کېدو پر اړتیا او همداراز هېواد ته د کډوالو پر راستنېدو ټینګار کوي، چې دا چاره به یوازې ټولو خلکو ته د حکومت لخوا د برابرو خدمتونو په وړاندې کولو سره شونې وي.

شریک یي کړئ