Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اوربند په هکله د سلامشورې لپاره پاکستان ته د طالب پلاوي سفر

په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرو ځینې خبرې سرچینې وايي چې په تازه ګۍ سره د طالبانو یو پلاوی له دوحیې پاکستان ته سفر کړی، د دغې سرچینې په وینا چې د یوه لنډمهاله احتمالي اوربند په اړه له ځينو طالب قومندانانو سره سلامشوره وکړي.

دغه سرچینې وايي چې د طالبانو د دغه پلاوي سفر، په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په وروستیو مذاکراتو کې د ځنډ له رامنځته کېدو وروسته شوی دی.

پاکستانی خبریال رحیم الله یوسفزی په دې اړه وايي:«اوس به طالبانو له افغان حکومت سره بشپړ اوربند ونه کړي. هغوی وايي کله چې له افغان حکومت او افغانانو سره غونډه پیل شي، لهته به د اوربند په اړه خبرې وکړي.»

بل خبریال سمیع یوسف زی هم وايي:«امریکایان په دې فکر او په دې تمه دي چې طالبان له خپلو مشرانو سره ډېرې مشورې وکړي؛ خو طالبان وايي چې موږ نور خبرو او مشورې ته اړتیا نه لرو.»

په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو تازه پړاو څـو ورځې مخکې سرته ورسیده؛ په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند د جمعې په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه یو ځل بیا د طالبانو پر دریځ هغه هم له افغانستانه د ټولو بهرنیوځواکونو پر وتلو ټینګار کړی دی.

سهیل شاهین لیکلي چې، د افغانانو تر منځ خبرې یوازې هغه وخت پیلېدلی شي چې، له امریکا سره د ټولو بهرنیو سرتېرو د وتلو هوکړه لیک لاسلیک شي.

له دې سره سم، د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی رولنډ کوبیا په قطر کې د طالبانو د ویاند د دغه ټویټ په اړه لیکي چې، د امریکا او طالبانو په هوکړه لیک باید، د سراسري اوربند په اړه یوه بله هوکړه او همداراز د افغانانو تر منځ د خبرو پیلېدل شامل وي.

افغان حکومت هم په قطر کې د طالبانو د ویاند دغه لیکنه، بې ځوابه نه پرېږدي.

د ولسمشر د ویاند مرستیاله درانۍ جاوېد وزیرۍ څرګندوي:«له ترهګرو ډولو سره د طالبانو د اړیکو څرنګوالی او له هېواد بهر د هغوی امن پټن ځایونه، د افغان دولت او د افغانستان د خلکو د پوښتنو له ډلې دي چې هغې ته باید پاملرنه وشي.»

له دې ټولو سره سره، د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي د افغانانو تر منځ د خبرو د پیلېدو لپاره يوې پایلې ته د امریکا او طالب استازو رسېدل، ډېر وخت ته اړتیا لري.

د ولسي جرګې غړی جاوېد صافی وايي:«تر هغې چې سوله او اوربند له افغانانو سره ونه شي؛ او که د امریکا او طالبانو ترمنځ سوله او یا هم اوربند وشي، دا هېڅ معنی نه لري.»

د ولسي جرګې بل غړی بکتاش ایشچي هم وویل:«څلوېښت کلنه جګړه، په څلورو ورځو او یا هم په څلورو میاشتو کې په سوله نه بدلېږي. سوله خپله تګلاره لري چې اول شرط یې دا چې خلک ډاډه شي دواړه لوري باید اوربند وکړي.»

د امریکا او طالب استازو تر منځ د وروستي پړاو له خبرو وروسته، زلمی خلیلزاد کابل ته راغی او د ملي یووالي حکومت له مشرانو او همداراز یو شمېر سیاستوالو سره یې لیده کاته او خبرې اترې وکړې.

سرچینې وايي چې، خلیلزاد په تېرو دوو ورځو کې بېرته دوحې ته تللی؛ خو لا تر اوسه امریکايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ