Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اورکم له اوونۍ وروسته طالبانو۲۱۶۲او دولتي ځواکونو۲۹۹بریدونه کړي

طالبانو د اورکم له اوونۍ کابو یوه میاشت وروسته پر دولتي ځواکونو ۲۱۶۲ بریدونه کړي، خو دولتي ځواکونو په ورته مهال کې پر طالبانو یوازې ۲۹۹ بریدونه ترسره کړي دي.

د هغو شمېرو له مخې چې طلوع نیوز ته رسېدلي طالبانو د تېر کال د کب له درېیمې چې د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ لومړۍ ورځ وه د کب تر ۱۲ پورې د دولتي ځواکونو پر مرکزونو او کاروانونو ۱۹۵ بریدونه کړي دي، په دې موده کې یې د ورځې پر دولتي ځواکونو له ۱۱ تر ۲۷ بریدونه کړي دي.

د دغو شمېرو له مخې دولتي ځواکونو د اورکم په اونۍ کې په ټول کې پر طالبانو ۷۴ بریدونه کړي چې د ورځې له یوه تر ۲۰ بریدونو کېږي.

خو طالبانو د اورکم اوونۍ له پای ته رسېدو وروسته په لومړۍ ورځ پر دولتي ځواکونو ۵۴ بریدونه کړي دي.

د دغو شمېرو له مخې طالبانو د کب له دیارلسمې د وري تر نولسمې پورې ۲۱۶۲ بریدونه کړي، په دې موده کې هره ورځ دغې ډلې له ۳۱ تر ۹۶ یرغلي بریدونه کړي دي. په داسې حال کې چې دولتي ځواکونو په دې موده کې خپل بریدونه کم کړي و او په دې موده کې یې پر طالبانو یوازې ۲۹۹ بریدونه کړي لکه څنګه چې د ورځې یې یوازې له یوه تر ۱۷ بریدونه کړي دي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان په دې اړه وویل:«د اورکم له اوونۍ را په دې خوا په پرله پسې توګه د طالبانو بریدونو په پراخته توګه دوام لري، او د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دفاع په چوکاټ کې د طالبانو بریدونه یې د جګړې په جبهو کې شنډ کړي دي.»

خو طالبانو هم ویلي چې د دولتي ځواکونو د بریدونو او د شپې عملیاتو په غبرګون کې مجبور دي چې په ځینو ولایتونو کې بریدونه وکړي.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند هم وايي:«د کړنې خپلواکي نه لري، فکري خپلواکي نه لري، هوکړه لیک هم په ناقصه توګه شوی، اوس د دې مانا څه ده چې طالبان په قطر کې دي ټول ځي له هغوی سره ویني او دوی هم له خپل دریځه هېڅ نه راټېټېږي، که چېرې دا دولت خراب دی نو دغه بې چاره ملت څه کړي دي؟»

په ۴۶ ورځو کې پر دولتي او بهرنیو ځواکونو ځواکونو د بریدونو شمېر ۲۳۵۷ و، خو په ۴۶ ورځو کې پر طالبانو د دولتي او بهرنیو ځواکونو د بریدونو شمېر ۳۷۳ و.

د ملي دفاع وزارت متقاعد جنرال ظاهر عظیمي وویل:«یو فکټور دا دی چې دوی پر ځواکونو بشپړ حاکمیت نه لري»

په هېواد کې د اورکم اوونۍ د کب په درېیمه پیل او په دې موده کې طالبانو ژمنه وکړه چې پر لویو ښارونو او د حکومت تر واک لاندې د ولسوالیو پر مرکزونو او همداراز پر بهرنیو ځواکونو بریدونه نه کوي، له هغې وروسته د تاوتریخوالي دغه کمښت د افغان دولت او امریکا لخوا ښه وبلل شو، د کب په لسمه په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه لاسلیک شوه.
 
طالبانو د اورکم اوونۍ له پای ته رسېدو وروسته په لومړۍ ورځ پر دولتي ځواکونو ۵۴ بریدونه کړي دي.

شریک یي کړئ