Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو نوی قومندان څوک دی؟

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د جمعې په ورځ (د مرغومې په ۱۳مه) د قاسم سلیماني له وژل کېدو څو ساعته وروسته اسماعیل قااني د هغه پر ځای وګوماره.

اسماعل قااني، مشهد کې نړۍ ته سترګې پرانیستي دي او په تهران او مشهد کې پوځي روزنې لیدلې دي.

هغه د ۱۳۵۸ لمریز کال په وروستیو کې، د ایران له سپاه پاسدارانو سره یوځای شو او په ۱۳۷۲ کال کې د سپاه پاسداران «د څلور انصار » لښکر قومندان شو او په افغانستان کې یې د دغو ځواکونو د فعالیتونو مسوولیت په غاړه واخیست.

په افریقا کې ګامبیا او سنیګال او برازیل، بولیویا، وینزویلااو سوېلي امریکا ته د سفرونو په اړه هم رپوټ ورکړل شوی دی. 

هغه د ۱۳۸۶ لمریز کال کې، د سپاه پاسداران د قدس څانګې د پخواني قومندان قاسم سلیماني د مرستیال په توګه وټاکل شو، د قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته د ایران له لوري د قدس ځواکونو د قومندان په توګه وټاکل شو.

لیکوال او څېړونکی علي الفونه چې په د ۲۰۱۲ کال کې د قاآني ژوندلیک لیکلی دی وایي چې قاآني په افغانستان کې د سپاه پاسداران د قدس څانګې د فعالیتونو مسوول و او په پاکستان او د منځنۍ آسیا په هېوادونو کې یې د دې څانګې فعالیتونه تر نظر لاندې لرل.

اسماعیل قاانی افغانستان ته هم سفرونه لرلي دي.

قاآني د فاطمیون ډلې د فعالیتونو په زور اخیستو سره افغانستان ته سفر لرلی دی. ښاغلی قاآني په ۲۰۱۸ز کال کې د ایران د امنیت شورا له منشي سره کابل ته سفر درلود او له ولسمشر او اجراییه رییس سره یې هم لیدلي دي.

نوموړی په همدغه کال د ایران د سفیر د مرستیال په نوم بامیانو ته ولاړ . د بامیان والي طاهر زهیر ۲۰۱۸ زیږدیز کال د جولای په یولسمه د خپل فېسبوک پر پاڼه د اسماعیل قاآني تصویرونه خپاره کړل او ویې لیکل چې د ایران د سفیر مرستیال په بامیانو کې د یوه روغتون له کاره لېدنه وکړه. د بامیان والي وایي چې بامیان ته د ایران د سفیر د مرستیال په نوم د دغه کس سفر له مرکزه تنظیم شوی و. 

ښاغلی زهیر په دې اړه وايي:«ویل شوي وو چې د ایران د سفیر مرستیال د روغتون د کار او رغونې له جریانه لیدنه کوي او وروسته له والي سره یوه لنډه لیدنه هم لري او وروسته بېرته ستنېږي چې دقیقاً خپله همدا پروګرام یې اجرا کړ.»

د بامیان والي طاهر زهیر ۲۰۱۸ زیږدیز کال د جولای په یولسمه د خپل فېسبوک پر پاڼه د اسماعیل قاآني تصویرونه خپاره کړل.

علي الفونه هم لیکي چې ښاغلی قاآني له شمالي ټلوالې سره د سپاه پاسدارن د مرستو مسوول و چې له طالبانو سره جنګېده.

دغه لیکوال د طالبانو پر ضد له شمالي ټلوالي د قاآني د ملاتړ په اړه لیکلي دي ؛ د شمالي ټلوالې یو شمېر قوماندانان هم د مقاومت پر مهال له هغو مجاهدینو د قاسم سلیماني د ملاتړ خبره کوي چې د طالبانو پر ضد جنګېدل او وایي چې په ۱۳۷۷ لمریز کال کې د سپاه پاسداران د قدس څانګې قوماندان قاسم سلماني په لومړي ځل په تاجیکستان کې د شمالي ټلوالې له قوماندان احمد شاه مسعود سره ولېدل او همالته و، چې قاسم سیلماني ښاغلي مسعود ته د ایران د سفر بلنه ورکړه او تر هغه وروسته مسعود په کرمانشاه کې له سلیماني سره ولېدل؛ دغه قومندانانو زیاتوي چې د روسیې او هند تر څنګ ایران هم د مقاومت له جبهې سره مرسته کوله.

۱۳۷۷ لمریز کال کې قاسم سلماني په لومړي ځل تاجیکستان کې د شمالي ټلوالې له قوماندان احمد شاه مسعود سره ولیدل.

ښاغلي غني د جمعې پر ماښام (د مرغومې په ۱۳مه) د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپيو سره هم ټلېفوني خبرې کړې وې او په هغه کې، د نورو هېوادونو پر خلاف د افغانستان د خاورې پر نه استعمالېدو ټینګار کړی و.

د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو قومندان د جمعې په ورځ د بغداد په هوايي ډګر کې د امریکا په یوه هوايي برید کې ووژل شو.

د سلیماني ترڅنګ د عراق حزب الله د کتایب ډلې قومندان، د لبنان د حزب الله د بهرنیو عملیاتو قومندان په ګډون اوه تنه نور هم وژل شوي دي.

ایران امریکا ته ګواښ کړی چې د سلیماني غچ به ډېر سخت واخلي، خو ټرمپ ایران ته ګواښ کوي که چېرې په غچ اخیستو لپاره په ځینو اقداماتو لاس پورې کړي، د ایران په خاوره کې به ۵۲ موخې په نښه کړو.

قاسم سلیماني د جمعې په روځ د امریکا په برید کې ووژل شو.

اسماعیل قاآنی در سال ۱۳۸۶، به‌عنوان معاون قاسم سلیمانی، فرماندۀ پیشین نیروی قدس سپاه پاسداران ایران گماشته شد.

شریک یي کړئ