Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ایران پوله ساتو له خوا د افغان وګړو د وژلو په هکله غبرګونونه

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نن یکشنبې (د غوايي په ۱۴مه) د ایراني پوله ساتو ځواکونو له خوا د ځينو افغان وګړو ربړونه او وژنه «یوه ظالمانه کړونه او د ټولو بشري اصولو پر خلاف» ګڼي.

د پېښې د شاهدانو په وینا، درې ورځې مخکې کله چې ځینو افغان کډوالو غوښتل چې له قاچاقي لارې ایران ته ولاړ شي، په ذوالفقار دره کې چې د ایران او افغانستان ترمنځ ګډه پوله ده، د ایران د پوله ساتو ځواکونو له خوا ونیول شول او وروسته په سیند کې واچول شول.

دغه کمېسیون له افغان حکومته غواړي چې دغه پېښه د ایران له حکومت سره په جدي توګه شریکه کړي او همدارنګه د ملګرو ملتون سازمان په لاحیې محکمې او د ربړولو منع کمېټه کې مطرحه کړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مرستیال نعیم نظري په دې اړه وايي:«دا پېښه له بشري حقونو ستره سرغړونه ده او افغان دولت د خپلو وګړو د حقونو د ساتونکي په توګه، په جدي توګه قضیه وڅېړي او د ایران له دولت سره دا مسله جدي وڅېړي.»

ورته مهال، یو له هغو کسانو چې له دغې پېښې ژوندی پاتې دی، ویلي چې د ایران پوله ساتو ځواکونو پر هغه هم دوه مرمۍ فیر کړې، خو هغه ته ونه رسېدې.
هغه زیاتوي:«زموږ لاره نه خلاصه وه او نه یې لامبوځن پرېښودل، ما وویل چې لامبو مې نه ده زده، خو زما په لور یې دوه ډزې هم وکړې. ۵۷ تنه وو له دې ډلې ۲۳ تنه مړه شوي دي.»

د دغو قربانیانو یو خپلوان وايي:«زموږ یو کس ۲۲ یا ۲۳ کلن و او یو بل هم ۱۹ کلن و، ایران ته د کار لپاره تللي وو.»

په داسې حال کې چې په هرات کې د ایران کونسلګري د افغان وګړو په ژونه او ربړونه کې د ایراني پوله ساتو ځواکونو لاس لرل رد کړي دي. 

خو د ولسي جرګې د بشري حقونو کمېسیون پخوانی رییس وايي چې دا لومړی ځل نه دی چې افغان کډوال د ایراني او پاکستاني مسوولانو او پوله ساتو له لوري له بد چلند او تاوتریخوالي سره مخامخ کېږي.

فوزه کوي زیاتوي:«له بده مرغه په ځلونو  د ګاونډیو هېوادونو له خوا زموږ د هېوادوالو بې احترامي، سپکاوی او ځورونه کړې ده، هغو زیانونو ته په پام سره چې دننه په افغانستان کې شتون لري، لکه جګړه، بې وزلي او اوس هم کورونا ویروس، د خلکو تمه دا ده چې افغان حکومت له ډپلوماټیکو لارو جدي وڅېړي.»

د هېواد بهرنیو چارو وزارت هم د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال په مشرۍ یو پلاوی د دغې پېښې د څېړنې لپاره ګومارلی دی.

طالبانو هم په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې د ایران پوله ساتو ځواکونو ۵۷ افغان کډوال د دواړو هېوادونو په ګډه پوله کې لومړی ربړولي او له هغه وروسته د هغوی ۲۳ تنه یې وژلي دي. 

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له افغان حکومته غواړي چې دغه پېښه د ایران له حکومت سره په جدي توګه شریکه کړي.

شریک یي کړئ