Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ایران پولیس د دې پخلی کوي چې د افغان کډوالو پر موټر یې ډزې کړي

هغه وېډیوګانې چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي، ښيي چې د یزد ولایت په کمربندي واټ کې یوه موټر اور اخیستی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغې پېښې پر مهال دیارلس افغان کډوال په دغه موټر کې وو چې د هغوی درې تنه وژل شوي او څلور تنه نور یې ټپيان شوي دي.

د ایران پولیس وايي چې هغوی د «انسان او نشه يي توکو قاچاق کوونکي» تعقیبول او دوه موټرو د هغوی د درېدو ګواښ ته پام ونه کړ او وتښتېدل.

د ایران د پولیسو پر وینا، دغه موټر له هوايي ډزو سره ونه درېد او هغوی د دغه موټر ټایر په نښه کړ او د موټر د ټایر له چاودلو وروسته دغه موټر د سړک تر خوا پر خنډ ولګېد او اور یې واخیست. 

خو د افغاسنتان د بهرنیو چارو وزارت دغه پېښه د ټرافیکي پېښې له امله ګڼي.

په تهران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال په دې اړه وویل:«دا موضوع به د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو له خوا تعقب شي او ټول په دې برخه کې ټول خواشیني او غمجن دي.»

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د دغې پېښې د څرنګوالي په اړه د څېړنو له پیله خبر ورکړی دی.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د رسنیو مسوول ذبیح الله فرهنګ په دې اړه څرګنده کړه:«زموږ همکارانو په دې اړه خپلې پلټنې پیل کړي او هیله لرو چې د پېښې د قربانیانو او د عاملانو د پېژاند د پېژندلو لپاره چې وکړای شي رپوت چمتو کړي.»

وروسته له هغې چې تېره میاشت د ایراني ځواکونو له لوري د ځينو افغان کډوالو د ربړونې، ورسره د بد چلند او سیند ته یې د اچولو راپورونه خپاره شول؛ د افغان حکومت او ایران له لوري یو ګډ پلاوی د یادې پېښې د څېړنې په موخه جوړ شو؛ خو لا تر اوسه د یاد پلاوي کار پایله نه ده ورکړې.

د ولسي جرګې غړی حبیب الرحمان پدرام په دې اړه وايي:«د ایران د پولیسو له خوا د افغان کډوالو موتر ته اور اچول، له جنایت، وحشي ګړۍ، د انسانیت او اخلاقو پر خلاف کړنې، د نړیوالو قوانینو او د ګاونډيتوب عرف هېڅ نشته.»

د ایران په یزد کې د افغان کډوالو د موټر د اور اخیستنې د څرنګوالي د نه مالومېدو له امله اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي ، د ایران حکومت د ایراني ځواکونو له لوري د یو شمیر افغان کډوالو د شکنجې، بد چلند او سین ته یې د اچولو په اړه اسناد نه دي اخیستي.

شریک یي کړئ