Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ایمرجنسي روغتون له نېږدي سیمې د ډزو غږ اورېدل شوی

د طلوع نیوز خبریال میرعابد جوینده چې د ایمرجنسي روغتون له نېږدې سیمې څخه رپوټ ورکاوه، وویل چې د شیرپور له څلورلارې هغه ځای چې اعتراض کوونکو د اعتراض خیمه درولې د ډزو غږ اورېدل شوی،خو د دغو ډزو دلیل تراوسه روښانه نه دی.

د کابل د ایمرجنسي روغتون ته‎څېرمه، نه یوازې اعتراض کوونکي بلکې هغه کسان چې د محمد سالم ایزدیار د جنازې په مراسمو کې د ځانمرګي برید په ترڅ کې ډېری خپلوان قرباني شوي هم سره راغونډ شوي دي.

نن (شنبې د غبرګولي په ۱۳ مه)له غرمې وروسته په دغو ځانمرګو بریدونو کې کابو ۲۰ تنه وژل شوي او څه باندې ۸۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

دغه ټپيان د کابل ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دی.

د لاریون کوونکو استازي اصف اشنا چې د هغوی بیانیه یې ولوسته، وویل چې لاریون کوونکي د ولسمشر او اجرائيه رییس د ګوښه کېدو غوښتونکي دي.

لاریون کوونکي همدارنګه د ملي امنیت د رییس معصوم ستانکزي، د ملي امنیت د مشاور حنیف اتمر، او د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد د ګوښه کېدو او محکمه کېدو غوښتونکي هم دي.

دغه لاریون کوونکي له ناټو څخه هم ځینې غوښتنې لري؛ هغوی د ناټو غړو هېوادونو او امریکا متحده ایالاتو څخه غواړي هغه بهرني او کورني ځواکونه چې له ترهګرو سره همکاري لري وځپي.

هغوی ټینګار کوي چې باید نړیوال بنسټونه چې د چهارشنبې ورځې مرګونی برید وغندي او هغه په جنګي جرمونو کې حساب کړي.

نن له غرمې وروسته د شیریور په څلور لاره کې د اعتراض کوونکو د غونډېدو په ځای کې د ډزو غږ اورېدل شوی دی.

شریک یي کړئ