Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بادغیس مُقر ولسوالۍ امنیه قومندان ژوند له لاسه ورکړ

د بادغیس پولیسو نن(چهارشنبه د وږي۱۴مه) د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د بادغیس مقر ولسوالۍ امنیه قومندان، اسماعیل خان شکوري ژوند له لاسه ورکړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي دي ښاغلي شکوري کله چې یې غوښتل د دې ولسوالۍ سویل په میرانزايي سیمه کې د یوې امنیتي پوستې لیدو ته ورشي، د ماین چاودنې په پایله کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بادغیس د پولیسو ویاند، نقیب الله امیني څرګنده کړې ده چې پېښه تېره ورځ د سرک غاړې ماین سره د امنیه قومندان د موټر برابریدو سره شوې ده.

ښاغلي امیني همداراز ویلي دي چې اوس مهال د مُقر ولسوالۍ امنیتي حالت د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.

د دې پېښې په تړاو تر اوسه کومې ډلې څه نه دي ویلي.

د بادغیس د پولیس ویاند ویلي دي چې په دې پېښه کې د ښاغلي شکوري یو همکار هم ژوند له لاسه ورکړی دی

شریک یي کړئ