ځانمرګو بریدګرو د بادغیس ولایت قلعه نو ښار په یوه هوټل دلهییز برید کړی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې دا برید نن شنبې (د چنګاښ په ۲۲مه) ۱۲:۴۰ دقیقې رامنځته شو.
د رحیمي په وینا، بریدګر یوه هوټل ته په ننوتو سره پر ولسي وګړو ډزې پیل کړې دي. - ډېزې تراوسه پورې د غرمې له (۴:۳۰) دقیقو دوام لري.
د کورنیو چارو وزارت ویاند د برید له پیل څو ساعته وروسته په خپل ټوېټر کې لیکلي چې په دغه برید کې درې بریدګر شامل وو چې د هغوی دوه تنه د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې درېیم بریدګر هم د امنیتي ځواکونو په کلابندۍ کې دی.
طالبانو ویلي چې د هغوی جنګیالیو د بادغیس ولایت پر امنیه قومندانۍ برید کړی دی.