Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بایومېټریک دستګاوو د ستونزو د څېړنې په اړه د ټاکنو کمېسیون ژمنه

د ټاکنو خپلواک کمېسیون تائیدوي، هغه پوسکالي (سافټ‎وېر) چې دا مهال د بایومېټریک ماشینونو کې شتون لري، یو امتحاني پوستکالی دی، او درمالوک شرکت هغه نوی سافټویر د کمېسیون په واک کې ور کوي، چې د بیا ځلې رايي ورکولو مخنیوی کوي. 

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي نوی پوسټکالی به ۳۹ زره ۵۴۴ بایومېټریک ماشینونو کې ثبت کړي، او تر راتلوونکو درېیو ورځو به يې ولایتونو ته ولېږدوي. 

دا دستګاوې د دواړو لاسونو د ګوتې، څېرې تصویرونه او همدا ډول پر تذکرې د لګېدلي سټېکر له ځان سره ثبتوي.

خو د دې دستګاوو یوه ستونزه دا ده، که‎چېرې رایه ورکوونکي له یوې تذکرې په ګټنې بیا رایه ورکړي، پېژندلای یې نه شي. خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، چې د دغو دستګاوو پوسټکالی د بېلګې په ډول دی.

د بایومېټریک دستګاوو څانګې مسوول ذبیح الله بارکزی وايي:«په امتحاني وخت کې ځينې نیمګړتیاوې او ستونزې وي او هغوی دغه نیمګړتیاوې رفع کوي، موږ په وروستي پړاو کې نه وو چې درملوک ته مو ویلي وي نیمګړتیاوې رفع کړئ موږ په امتحاتي پړاو کې وو.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال وايي، درملوګ شرکت ژمنه کړې چې د چهارشنبې تر ورځې به، هغه سافټ‎وېر چې د رایې ورکوونکي تصویر او همدا ډول د ګوتې تصویرونه پېژني، کمېسیون ته وسپاري.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال عصمت الله مل په دې اړه څرګنده کړه:«د درملوک شرکت انجینران دلته راغلي وو او له لسو ورځو راهیسې پر دغو دستګاوو کار روان دی، هیله ده چې ډېر ژر نوی نسل یې موږ ته راوړي او نصب یې کړي.»

اوس مهال نږدې درې سوه تنه د دې دستګاوو د چارج او تر خوا یې د رایه ورکوونکي د پېژندنې په برخه کې له مرکز سره د وصلېدو په چارو بوخت دي.

ټاکل شوې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه وشي. د ټاکنو په ورځ به ۵۳۷۳مرکزونه د رایې ورکوونکو پر مخ پرانیستې وي، خو اندېښنه دا ده چې ښايي یو شمېر مرکزونه د ناامنۍ له کبله بند پاتې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه