د بدخشان ولایت اوسېدونکي وايي چې حکومت د دغه ولایت د وردوج ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره هېڅ اراده نهلري.
د بدخشان په شمال کې وردوج ولسوالۍ د طالبانو لپاره خوندي سیمه ده او دې ډلې ته د کسانو د جذب مرکز دی. دوه کاله کېږي چې د طالبانو په اداره کې ده د سیمې اوسېدونکي پر دې کار اندېښنه ښيي.
د دې ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي ګواښ کوي کهچېرې حکومت د وردوج ولسوالۍ د بیا کنټرول وس نه لري دوی به خپله لاس په کار شي.
د وردوج ولسوالۍ اوسېدونکی جمعه خان په دې اړه وویل:«دولت زموږ لپاره هېڅ کار نه دی کړی.دوه نیم کاله کېږي چې موږ دوکه کوي. کهچېرې وس یې لري را دې شي او زمو سیمه دې له طالبانو ونیسي، که نهلري زموږ ځواب دې راکړي.»
بل لورې د وردوج ولسوالۍ ولسوال وایي که دولتي ځواکونه د ژمي تر رارسېدو وړاندې عملیات پیل نه کړي، طالبان به د وردوج ولسوالۍ له لارې د بدخشان نورې ولسوالۍ هم په خپله ولکه کې کړي.
د وردوج ولسوال دولت محمد څرګنده کړه:«دغه ولسوالۍ د ۱۴۹۴ کال د تلې پر ۹ مه وپرځېده او ټول دولتي سندونه غلا شول او د قومندانۍ ودانۍ هم په بشپړه توګه لهمنځه ولاړه.»
له دې ټولو سره، د ملي پوځ ځواکونه چې د بهارک په ولسوالۍ کې وردوج ولسوالۍ ته نږدې ده. وايي ورته حکوم شوی چې په دفاعي حالت کې دې وي او بهارک ته د طالبانو د ورتګ مخنیوی دې وکړي.
د ملي پوځ یو سرتېری روضت الله په دې اړه وویل:«له اوو تر څلورو د سهار، سیمه د دښمن په ولکه کې وي. خو موږ ډېر شه مورال لرو او د هغوی په وړاندې جنګېږو.»
په ورته وخت کې د بدخشان والي وایي په وردوج کې د طالبانو شتون ګواښوونکې خبر ده او تر هغه چې له مرکز نه بدخشان ته نور سرتېري و نه لېږل شي او ځمکني عملیات پیل نه شي د وردوج ولسوالۍ بېرته نیول به ګران وي.
په بدخشان کې ۲۷ ولسوالۍ دي، یمګان او وردوج په پوره توګه د طالبانو په اداره کې دي او پر دې سربېره د دغه ولایت ۱۱ ولسوالیو کې ترهګر شته.