Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بدخشان په نسي ولسوالۍ کې سختې نښتې روانې دي

د بدخشان ولایت د نسي ولسوالۍ چارواکي د یادې ولسوالۍ پرمرکز د طالبانو له پراخ بریده خبر ورکوي.

دغه چارواکي زیاتوي چې طالبانو  تېر سهار(یک شنبې د لړم په ۱۱مه ڼېټه) د نسي ولسوالۍ پر مرکز خپل بریدونه پیل کړې او د یادې ډلې په یوه کمین کې ۹ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی.

د یادې ولسوالۍ چارواکي زیاتوي چې کمین کې ۸ افغان سرتېري ټپيان شوي دي او نښتې لا هم دوام لري.

په همدې حال کې یو لوړپوړی دولتي چارواکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، زیاتوي چې لا هم طالبان د یادې ولسولي مرکز په نېږدې واټن کې دي.

دغه چارواکی څرګندوي چې که سیمې ته مرستندویه ځواک ونه رسیږي، ښایې طالبان بیا خپل بریدونه پیل کړي.

طالبانو برید تایید کړی دی.

چارواکي وايي په نسي ولسوالۍ کې د طالبانو برید کې نهو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپيان دي

شریک یي کړئ