د بدخشان ولایت امنیتي چارواکو د جمعې پر ورځ(د غبرګولي۱۱مه) د طالبانو له شتونه د دې ولایت کوهستان ولسوالۍ له پاکولو خبر ورکړ.
د بدخشان امنیه قومندان، صابر آرین وایي چې په دغې ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو له شپږ ورځینو پوځي عملیاتو ورسته توانیدلې چې د کوهستان ولسوالۍ ټولې سیمې د طالبانو له شتونه پاکي کړي.
که څه هم نوموړی په دغو عملیاتو کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې له اړولو خبر ورکوي، خو طالبانو بیا دغه ادعا رد کړي ده.
د بدخشان سیمهییز چارواکي په داسې حال کې د طالبانو له شتونه د کوهستان ولسوالۍ له پوره پاکیدو خبر ورکوي چې څو ورځې وړاندې هم په دې ولسوالۍ کې د طالبانو حضور روښانه وه.
بلخوا په بدخشان کې د ولسي پاڅونکوونکو قومندان، نذیرمحمد نیازی وايي د دولتي ځواکونو ترڅنګ څه باندې سلو پاڅوون کوونکو هم د دې ولسوالۍ په نیولو کې پرته له امتیازه مرسته وکړه.
د بدخشان مدني فعالان د کوهستان ولسوالۍ له پوره نیول کیدو خوشحاله دي خو زیاتوي که په دې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پوستې زیاتې نشي نا امني به بیرته راشي.
د بدخشان کوهستان ولسوالۍ کابو یوه میاشت وړاندې د طالبانو لخوا نیول شوې وه.
کابو څلور کاله کېږي چې طالبان پر وردوج او یمګان ولسواليو واکمن دي.