Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د برچي سل بستریز زېږنتون کې ټپي شوې نوې زېږېدلې ماشومه عملیات شوه

هغه ماشومه چې د کابل ښار د دیارلسمې حوزې په اړوند برچي سیمه کې پر سل بستریز زېږنتون برید کې پښه یې له مرمۍ سره ټپي شوې وه له لومړني عملیات وروسته لږه ښه شوې ده.

آمنه نړۍ ته له راتګه دوه نیم ساعته وروسته د برچي پر سل بستریز روغتون په برید کې ټپي شوې ده او مور یې په دغه برید کې وژل شوه.

د فرانسې د ډاکټرۍ په انسټېټیوټ کې د دې ماشومې د جراح ډاکټر په وینا؛ د آمنې د پښې هډوکی؛غړي او پوست ژوبل شوي دي.
  
د ماشومانو لپاره د فرانسې د طبي انسټېټیوټ جراح ډاکټر نجیب الله بینا په دې اړه وايي:«شریانونه، وریدونه او همدارنګه عصب او هډوکی یې مو بیا ځلې په بشپړ دقت سره تر مایکروسکوب لاندې وارزوه او ترمیم شو. اوس د هغه عمومي وضعیت ښه دی او ټاکل شوې چې د یکشنبې په ورځ په بل جراحي کې د پښې کسرونه یې ورغول شي.»

دا نوې زېږدلی ماشومه له ټپي کېدو وروسته د اندارګاندي روغتون ته ولېږدول شوه؛ خو یوه هېوادوال د دې ماشومې د درملنې لګښت پر غاړه واخیست او هغه یې په کابل کې د ماشومانو لپاره د فرانسې طبي انسټيټیوټ ته ولېږدوله.

د آمنې پلار رفیع الله په دې اړه وايي:«هغه مېرمن چې موږ په خپله هم هغه نه پېژندله د هغې ضمانت کړی و او د ماشومانو لپاره د فرانسې د ډاکټرۍ انسټېټیوټ ته یې راوړې وه چې بستر او جراحي شي. که څه هم ډاکټران ویلي وو چې د هغې پښه پرې کېږي، خو د دې کار اجازه مو ورنه کړه. بالاخره جراحي یې کړه او جراحي یې بریالی و.»

له شلو هغو نویو زېږېدلو ماشومانو نه چې د کابل په لوېدیځ کې پر سل بستریز روغتون له ترهګریز برید وروسته د اتاترک روغتون ته لېږدول شوې وو؛ دولسو کورنیو خپل ماشومان تر لاسه کړي دي.

د اتاترک روغتون رییس عالم حسن کامل په دې اړه وویل:«کله چې نوي زېږېدلي ماشومان تسلیمېږي له هغوی عکاسي کېږي د ماشومانو د خپلوانو له تذکرې عکاسي کېږي. د ماشوم عکاسي کېږي او هغه چا ته چې ماشوم تسلیمېږي د هغه عکاسي کېږي. د هغه د ګوتو نښان اخیستل کېږي او د شخص مشخص ادرس چې د ګذر وکیل یې هغه تایید کړی وي.»

فاطمه د خپلې نوې زېږدلې خور لېدو ته راغلې ده چې ډاکټرانو ورته ویلي دي د زړه فعالیت یې کمزوری دی.

فاطمه چې دوې خویندې او ورور لري وايي چې خاورو ته یې د مور د سپارلو له مراسمو نه د پلار تر راتګ پورې اړه ده چې خپله خور په دې روغتون کې پرېږدي.

بل خوا ځينې ښځې او سړي په زوی ولۍ د دغو ماشومانو د اخیستو لپاره د اتاترک د روغتون شاته په لیکه کې ولاړ دي.

ترینا لطیفي چې له واده یې اته کاله تېرېږي راغلې ده چې یو نوی زېږېدلی ماشوم په زوی ولۍ واخلي. 

د کابل اوسېدونکی ترینا لطیفي وايي:«اته کاله مې ډېره درملنه وکړه خو هېڅ ماشوم نه لرم. غواړم چې د سرپرستۍ په توګه یو ماشوم په زوی ولۍ واخلم.»

د کابل په لوېدیځ کې پر سل بستریز روغتون برید کې پنځه ویشت تنه ووژل شول چې وژل شوي کسان، میندې، او میندوارې مېرمنې او نوي زېږېدلي ماشومان وو.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د برچي پر سل بستریز روغتون برید کې دوه ماشومان وژل شوي او څو تنه نور ټپيان شوي دي.

شریک یي کړئ