Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بریدونو زیاتوالی؛ استازي د امنیتي چارواکو استعفا غوښتونکي دي

کابل په یوې وروستۍ اوونۍ کې د دوو خونړیو بریدونو شاهد وه؛ د انټرکانټیننټل پر هوټل د ځانمرګي د وژل شویو مړي تراوسه پیدا شوي نه دي چې نن بل ځانمرګي بریدګر، د کابل زړه په نښه کړ او د څه باندې ۹۵ تنه ژوند واخیست او ۱۶۳ تنه نور یې ټپيان کړل.

دا په داسې حال کې ده چې په هلمند ولایت کې هم یوه ځانمرګي بریدګر د امنیتي ځواکونو ۶ تنه سرتېري ټپيان کړل؛ له هغې یوه ورځ مخکې په جلال اباد کې د ماشومانو د ژغورنې خیریه بنسټ هم د ځانمرګي برید موخه وګرځېد چې په پایله کې یې د یوه پولیس په ګډون ۶ تنه ووژل شول.

د ملي شورا یو شمېر غړي امنیتي او استخباراتي چارواکي د هېواد او پلازمېنې د امنیت په خوندیتوب کې پر ناغېړي تورنوي.

دوی د نا امنیو پراختیا امنیتي چارواکو ته د شرم وړ بولي.

د ولسي جرګې غړي سید علي کاظمي په دې اړه وویل:«له بده مرغه هغه برید چې نن ترسره شو، د تېرو بریدونو لړۍ وه؛ له بده مرغه په افغانستان کې نیابتي جګړې شتون لري.»

د ولسي جرګې بل استازي صفي الله هاشمي هم څرګنده کړه:«تعجب کوم چې تر دې بریده کمزورتیا شتون لري او خلک تر دې اندازې له خاور سره خاورې کېږي او خلک له بده مرغه هره ورځ وژل کېږي ولې دغه چارواکي د دې جرأت نه‎لري ترڅو له کاره لاس په سر شي.»

په همدې حال کې پخواني پوځیان په امنیتي بنسټونو کې د ظرفیتونو نشتوالی د  نا امنیو د زیاتوالي اصلي لامل بولي.

پخوانی پوځي محمداګل مجاهد په ډاګه کړه:«زموږ په استخباراتي او کشفي برخو کې کمزورتیا شته باید پياوړې شي تر هغې چې کشفي او استخباراتي برخې مو پياوړې نه شي د داشان بریدونو مخنیوی شونی به نه وي.»

په تېرو لسو ورځو کې د پلازمېنې په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې ۵ ترهګریز بریدونه شوي دي چې په کې ډېری ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

شریک یي کړئ