Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بریټانیې سفیر:په افغانستان کې له فساد سره مبارزه یوه اړتیا ده

په کابل کې د بریټانیې سفیر ډامینیک جرمي نن پنجشنبې(د وري په ۱۰ مه) وویل که‎‎څه هم له اداري فساد سره د افغانستان د عدلي او قضايي مرکز جوړېدل د پام وړ پرمختګونه لرلي خو د بریټانیې تمه دا ده چې ستر فساد کوونکي د دغه مرکز محکمو ته وکاږل شي.

په همدې حال کې د عدلي او قضايي مرکز د ځانکړې څارنوالۍ عمومي رییس وايي چې ښارجوړونې وزارت د اختلاس یا شوکې د دوسیې له بشپړېدو وروسته،عدلي او قضايي مرکز د کورنیو او دفاع په وزارتونو کې د اختلاس دوه دوسیې به وڅېړي.

اداري فساد، ملي شرم دی او داسې ستونزه چې په مدني بنسټونو د څېړنو پر بنسټ په ټول حکومت کې یې ولې غځولې دي.

په دې ورځو کې اروپايي ټولنې د دې ښکارندې په وړاندې د مبارزې په موخه په ټولنیزو شبکو کې هڅوونکي پروګرامونه پیل کړي دي.

په دې لړ کې  د بریټانیا سفیر د افغان حکومت لپاره داسې پیغام استوي.

په کابل کې د بریټانیې سفیر ډامینک جرمي وویل:«حکومت ته زما مهم پیغام دا دی چې له فساد سره مبارزه یوه لاره نه ده، بلکې مطلقه اړتیا ده. دا د افغانستان د خلکو غوښتنه ده.»

 دامینیک جرمي د افغانستان له عدلی او قضايي مرکز نه غواړي چې سترې دوسېې محکمې ته معرفي کړي.

ښاعلي جرمي زیاته کړه:«زه هیله لرم چې لا ډېرې دوسیې محکمې ته وسپارل شي. او زه هیله لرم چې سترې دوسیې محکمې ته ولېږل شي.»

« په عدلي او قضايي مرکز کې د اداري فساد اویا دوسیې تر څېړنې لاندې دي. له دې ډلې ۱۰ دوسیې محکمې ته معرفي شوي دي او په لسو ابتدایه محکمو، شپږ استیناف محکمو او دوه وروستیو محکمو کې څلور ۳۰ تنه چې یوشمېر لوړ پوړي چارواکي هم په‎کې شامل دي په سزا رسول شوي دي.

د عدلي او قضايي مرکز د ځانګړې څارنوالۍ رییس الف عرفاني وویل:«د اداري فساد پېښې ځانګړې پېچلتیاوې لري.پراخ اړخونه لري.د دغو پېښو بشپړېدل،په یوه ورځ،یا هم په یوه یا دو میاشتو کې،یو ډېر ستونزمن کار دی.»

خو عدلي او قضايي مرکز له یولړ ستونزو سره هم مخامخ دی. د دې بنسټ د تشکیل نه بشپړوالی یوه ستونزه ده.

د عدلي او قضايي مرکز یوه سرچینه وايي چې دا مرکز تر اوسه هم له پ۵۰ ډېرو څارنوالانو ته اړتیا لري. او همداراز د پولیسو د درنو جرمونو او اداري فساد په وړاندې د مبارزې قطعه نه ده جوړه شوې .

د روڼتیا د څار بنسټ څېړونکی ناصر تېموري وویل:«د فساد کچه ډېره لوړه ده.خو هغه سرچینې چې حکومت د عدلي او قضايي مرکز ته ورکړي ډېر کم دي.په ځانګړې مالي او بشري سرچینې.»

افغانستان د نړۍ په کچه اتم فاسد هېواد بلل شوی دی. له دې ټولو سره سره د محکمې مېز ته د لوړ پوړو فاسد کسانو راکاږلو خلک راتلونکي ته هیله مند کړي دي.

شریک یي کړئ