Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش د پیل په تړاو د سیاسي ګوندونو غبرګون

د ولسمشر له خوا د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر له پیل څخه یوه ورځ وروسته، ځينې سیاسي ګوندونه په دې اړه غبرګون وښود.

د جزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د ولسمشر له دغې پرېکړې ملاتړ کوي او وايي چې د ښاغلي غني ترڅنګ به ودرېږي.

حکمتیار زیاتوي، له اوسنۍ طریقې سره د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش له بهیر سره مخالفت کوونکي له پردیو امر اخلي.

ښاغلي حکمتیار چې د جمعې په ورځ په پروان ولایت کې په یوې غونډې کې وینا کوله وویل:«دا دوی خبرې نه دي، له بهیر ورته ویل شوي؛ د دوی په خوله کې د پردیو ژبه ده، دا خبرې د دوی له ژبې او زړه نه دي، بلکې د پردیو خبرې د دوی له ژبې دي؛ ټول افغانان د «افغان» پر نامه ویاړي؛ زما او ستاسو پلرونه او نیکونه افغان وو.»

اخوا د جمعیت اسلامي ګوند د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د برېښنايي تذکرو د وېش پیل ناقانونه بهیر بولي.

د جمعیت اسلامي ګوند مشرتابه غړی نورمحمد اخلاقي څرګنده کړه:«د دې په خاطر چې د قومي اختلافونو لامل کېږي، د دې په علت چې دا اقدام ناقانونه دی او د پارلماني ټاکنو لپاره د نوم‎لیکنې بهیر اغېزمن کوي، موږ فکر کوو چې ولسمشر غني د دې لپاره چې د ځان لپاره قومي ملاتړي او پلویان پیدا کړي، په داسې کړنې لاس پورې کوي.»

د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر له پیله څو ساعته وروسته، د حکومت اجرايي رییس عبدالله عبدالله له دغه بهیر د مخالفت په پار په یوې خبرې غونډه کې را څرګند او وې ویل چې ولسمشر غني له خپل دغه کار سره، خلک کړکېچ ته رابولي.

اخوا د برېښنايي تذکرو د وېش اداره د خپلو چارو له دوامه خبر ورکوي.

د وګړو د احوالو د ثبت ادارې ویاند روح الله احمدزي په دې اړه څرګنده کړه:«موږ د قانون پر بنسټ مکلف یوو ترڅو ژر تر ژره په کابل ښار کې خپل مرکزونه پرانیزو او ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ موږ یو مرکز پرانیزو؛ خلک کولای شي د برېښنايي پېژندپاڼو د اخیستو لپاره د فورمو د اخیستو لپاره مراجعه وکړي.»

د وګړو د احوالو ثبت ادارې په وینا دغه بهیر به په څلورو پړاونو کې ترسره شي.

د دغه بهیر لومړی پړاو به د شپږو میاشتو لپاره په کابل کې دوام وکړي او راتلونکې اوونۍ به د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لومړنی مرکز په کابل کې پرانستل شي.

د بریښنايي تذکرو په تړاو د ارګ او سپیدار اختلاف. په دې لړ کې حزب اسلامي له ارګ څخه او جمعیت اسلامي بیا له سپیداره ملاتړ کوي.

شریک یي کړئ