Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ډېر ژر به په کابل کې د برېښنايي پېژندپاڼو یو مرکز فعال شي

د وګړو د احوالو ثبت اداره وایي چې تر راتلونکو څو ورځو به کابل کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش یو مرکز پرانیستل شي.

د دې ادارې ویاند روح الله احمدزی وایي، که څه هم په ټول هېواد کې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش وخت ته اړتیا لري، خو هڅه کوي دا لړۍ پراخه شي.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه:«په نېږدې ورځو کې د وېش یو مرکز د کابل په یوې برخه کې به په فعالیت پیل وکړي.»

بل لوري د ولسي جرګې ځینو غړو او سیاسي فعالانو د یوې غونډې پر ترڅ کې د برېښنایي تذکرو وېش ناقانوني بللی او وایي دا کار قومونه سره بېلوي.

په داسې حال کې چې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش پيل په دې ورځو کې یو جنجالي بحث ګرځېدلی، خو د وګړو د احوال د ثبت اداره  وايي هڅه کوي د تذکرو د ویش بهیر پراخ کړي.

بلخوا د ولسي جرګې یو شمېر غړي او سیاسي فعالان په یوه ناسته کې د حکومت دا کار ناقانونه بولي.

د ولسي جرګې غړی ظهیر سعادت په دې اړه وویل:«هیله ده چې له خپلو دغو ځانځانیو سره موږ مه بېلوئ، موږ خلک له یو بل سره وروڼه یوو او له حکومته غواړو چې د پېژندپاڼو وېشل دې ودروي.»

د ناستې برخوال په دې اند دي چې د برېښنايي تذکرو د وېش دوام به د افغانستان د قومونو ترمنځ د تفرقې لامل شي.

د افغانستان د سولې، عدالت او ازادۍ نهضت ویاند جاوېد کوهستاني په دې اړه څرګنده کړه:«د دغه کار دوام کړکېچ رامنځته کوي او له نړیوالې ټولنې غواړو چې دغې موضوع ته رسېدنه وکړي.»

سیاسي فعال رامش نوري هم وايي:«د حکومت دا کار پښتون له تاجیک او هزاره له ازبک او ټول قومونه له یو بل جلا کوي او قومي تفرقې لامل کېږي.»

له دې مخکې اجراییه رییس هم د برېښنايي تذکرو د وېش په بهیر توند غبرګون ښودلی او د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړ.

د دې بهیر پيل د حکومت د دواړو مشرانو ترمنځ یو ځل بیا اختلافات په ډاګه کړل.

وکړو د احوالو د ثبت ادارې ویاند روح الله احمدزی وایي، که څه هم په ټول هېواد کې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش وخت ته اړتیا لري، خو هڅه کوي دا لړۍ پراخه شي.

شریک یي کړئ