Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'د برېښنا ستنو ویجاړونکي له مخالفو وسله والو سره اړیکې لري'

د برېښنا شرکت وايي چې د برېښنا د ستنو د ویجاړولو په لړ کې، تېره شپه د کابل ښار په احمدشاه بابا سیمه کې د برېښنا یوې بلې ستنې ته هم چاودنه ورکړل شوه.

دا د برېښنا پنځمه ستن ده چې په کابو دوو اوونیو په لړ کې ورته چاودنه ورکړل شوې او ویجاړه شوې ده.

د تېرې شپې په چاودنه کې د پولیسو درې تنه ځواکونه هم ټپيان شوي دي.

له دې مخکې هم په کابل او پروان ولایتونو کې د برېښنا څلور ستنو ته چاودنه ورکړل شوې ده. په دغو چاودنو کې د برېښنا شرکت یو کارکوونکی وژل شوی او کابو لس تنه نور کارکوونکي یې ټپيان شوي دي. 

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په دې اړه وویل:«موږ اته تنه نیولي دي. زموږ عملیات دوام لري چې د دوی شبکه پيدا کړو او لومړنۍ ډله مو چې نیولې ده دوی له مخالفو وسله والو سره اړیکه لري.»

خو تراوسه چا د دغو ستنو د ویجاړولو مسوولیت نه دی منلی.

هغه ستنه چې تېره شپه ورته چاودنه ورکړل شوه د کابل ښار د احمد شاه بابا په سیمه کې موقعیت لري او له نغلو بند څخه کابل ته برېښنا لېږدوي.

د برېښنا شرکت مسلکي ډلې له نن سهار راهیسې د دغې ستنې پر بیارغونې کار پيل کړی دی.

د برېښنا شرکت یو له دغو مسلکي کارکوونکو عنایت الله وویل:«زموږ یوه ډله دلته کار کوي... ډېر ژر به یې کار خلاص شي.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه