Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بشري حقونو کمېسیون د طالبانو وروستي بریدونه جنګي جنایت بولي

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، پکتیا، غزني او فراه ولایتونو کې د طالبانو له لورې وروستیو بریدونو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله، جنګي جنایت شمېرل کېږي.

د دغه کمېسیون اجرايي مشر، له طالبانو څخه غوښتنه کړې چې د ولسي وګړو د ژوند خوتدیتوب ته دې پام وکړي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون اجرايي رییس موسي محمودي وویل:«یو جنایت کارانه کړنه ده، په پراخه توګه له بشري حقونو سرغړونه ده او کېدای شي چې جنګي جرایم وبلل شي.»

په همدې حال کې د افغانستان د نوې جبهې مشر  وایي، د طالبانو دا بریدونه؛ د افغانستان لپاره د امریکا نوې تګلارې ته غبرګون وو.

د افغانستان د نوې جبهې مشر انوارالحق احدي وویل:«دا دغې ستراتېژۍ ته د حکومت د هیلو په وړاندې ځواب دی او وې ښوده چې موږ تراوسه هم په اصطلاح ځواکمن یوو او دویم دلیل دا چې ښايي مذاکراتو خوا ته ولاړ شو او وښيي چې له یوه کمزوري دریځ څخه نه غواړي مذاکره وکړي.»

د افغانستان په اړه د واشنګټن له تازه تګلارې وروسته د لومړي ځل لپاره همهال طالبانو پر پکتیا، غزني او فراه  ولایتونو ستر پيچلي بریدونه ترسره کړل.

طالبانو په پکتیا او فراه ولایتونو کې داسې بریدونه وکړل چې لومړی يې د هاموي موټربم په واسطه برید او لاره يې نورو بریدګرو ته خلاصه کړله.

ستره نیوکه داده چې ولې د پوځيانو مهم وسایط د طالبانو لاس ته ورغلي دي او ولې له منځه وړل شوي  نه دي؟

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي:«د کندز ولایت دوه ځله وپرځېد او مخالفینو وسایط له ځانه سره یوړل او یا هم په جاني خېلو او په غزني او نورو ولایتونو کې مخالفینو وسایط له ځان سره یوړل خو موږ هڅه کوو چې هغه له منځه یوسوو.»

دغه راز، په غزني، پکتیا او فراه ولایتونو کې د طالبانو پېچلي بریدونه د افغان ځواکونو د کشف کمزورتیا سره تړل کېږي.

د غزني د ولایتي شورا غړی امان الله کامراني څرګنده کړه:«مرکزي دولت او غزني که‎چېرې همداسې بې پروايي وي د اندړو ولسوالۍ به وپرځېږي او د اندړو پرځېدل د غزني د پرځېدو په مانا دي.»

په مشرانو جرګه کې د پکتیا د خلکو استازی محمد اجان منګل وايي:«زموږ د کشف او استخباراتو په برخه کې نیمګړتیاوې دي او همدارنګه د پکتیا په سیمه‎ییز حکومت کې هم ستونزه ده چې دغه پېښه رامنځته شوه.»

له حکومته د پخوانيو پوځيانو غوښتنه داده چې د پوځ په منځ کې د نفوذي کسان وپېژندل شي.

د دوی په وینا هغو کسانو چې په دې برخه کې یې بې غوري کړې باید مجازات او ترڅنګ يې باید په استخباراتي بنسټونو هم فشار راوړل شي.

شریک یي کړئ