Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بشري حقونو کمېسیون لوګر کې د ماشومانو د جنسي ځورونې پخلی کوی

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي د دغه بنسټ څېړنې ښيي چې په لوګر کې ځينې ښوونکو او د ښوونځيو ځينو مسوولانو، د دغه ولایت د زده کوونکو په جنسي ځورونې کې لاس لرلی دی.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په لوګر کې د دغو تورونو د څېړلو په رپوټ کې وايي ثابتونکي شواهد یې ترلاسه کړي چې په معارف او له هغې بهر د ځينو ماشومانو او تنکیو ځوانانو جنسي ځورونې پخلی کوي.

د دغه رپوټ موندنې ښيي چې په ښوونځیو کې ځينې زده کوونکي د ځینو ښوونکو او د ښوونځیو د مسوولینو لخوا له جنسي ځورونې سره مخامخ شوي او ځينو یې ښوونځي پرېږدي او یا هم له ښوونځیو ایستل کېږي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي له ځینو ځورول شویو ماشومانو سره یې هم خبرې کړې دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د نشراتو او مطبوعاتو رییس ذبیح الله فرهنګ په دې اړه وايي:«له کورنیو او زیانمنو څخه مو ځينې کیسې اورېدلي، په همدې اعتماد یې له موږ سره شریک کړل، د دې ښودونه کوي »

په دغه رپوټ کې راغلي په کارخونو، د خښتو په بټیو، سپورټي کلپونو او د خیاطۍ په دوکانونو کې ځينې ماشومان د جنسي ځورونې له خطر سره مخامخ دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي د هغو ځورول شویو کسانو د شکایتونو له مخې چې هویت یې پټ ساتل شوی د ځينو ښوونکو او د ښوونځیو د مسوولینو په ګډون یې اتلس تنه لویې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

د ولسي جرګې غړی عبدالظاهر تمیم وايي:«ځينې راغلي او هڅه یې کړې چې لږ ترلږه دغه ډېره ننګینه او وېرونکې پېښه چې بشر او انسان ته ډېره وحشت ناکه ده، دا پټه کړي.»

له بلخوا لویه څارنوالي وايي د دغه بنسټ څېړنې تراوسه پای ته نه دي رسېدلي ځکه تراوسه یې ثابتونکي شواهد نه دي ترلاسه کړي چې وښيي جنسي ځورونه د دغه ولایت د پوهنې په برخه کې موجوده ده.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ناامني، له دغې موضوع سره د خلکو حساسیت، پر عدلي او قضايي بنسټونو د خلکو بې باوري، د هویت د په ډاګه کېدو په اړه د ځورول شویو ماشومانو وېره او د دغو قضیو د پټ ساتلو لپاره پر هغوی د زورواکو فشارونه د نوموړي بنسټ د څېړنو په وړاندې ننګونې بولي.

حقوق پوه علي فرهنګ هم څرګندوي:«د لوګر پېښه، دوی د حکومتي بنسټونو تورن دي، نو ولسمشر هم نه غواړي چې حکومتي بنسټونه ملامت کړي او سزا ورکړل شي او حکومتي بنسټونه اصلاح شي.»

کابو درې میاشتې کېږي چې د لوګر د مدني ټولنې رییس موسی محمودي په یوه رپوټ کې د دغه ولایت په ځينو ښوونځیو کې د ځينو ماشومانو او تنکیو ځوانانو له جنسي ځورونې پرده پورته کړل شوې، خو ښاغلی محمودي د ملي امنیت لخوا ونیول شو خو له فشارونو وروسته له بنده خوشې کړل شو.

داسې ښکاري چې په لوګر کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د جنسي ځورونې تورونه یو پر بل پسې ثابتیږي.

شریک یي کړئ