Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بشرپالنې نړیواله ورځ؛ ۱۶مېلیونه افغانان مرستو ته اړتیا لري

نن (د اګسټ ۱۹مه) د بشرپالنې له نړیوالې ورځې سره برابره ده. ملګرو متلونو سازمان وايي چې افغانستان کې کابو ۱۶مېلیونه تنه بشرپاله مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر ۱۲ مېلیونو ته رسېده؛ خو د کورونا ویروس د خپرېدو له امله پر یاد شمېر ۴ مېلیونه نور هم ورزیات شو.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال سازمان ویاند وحید اماني وايي چې لوږه او د خوړو نه خوندیتوب، د افغانستان د څه باندې نیم نفوذ ژوند ګواښي:«نړیواله ټولنه باید لاهم افغانستان ته پاملرنه او تمرکز ولري. افغانستان لاهم له محدودو هېوادونو دي چې د کورونا ویروس له امله لوږې او بې وزلۍ او د خوړو نه خوندیتوب به ډېر لوړ ولاړ شي؛ دا زموږ د اندېښنې وړ دی.»

یو له دغو اړمنو د عجب ګل ۱۱ کسیزه کورنۍ ده. عجب ګل چې معلول هم دی د کورونا ویروس د خپرېدو له امله خپل ورځنی کار هم له لاسه ورکړی دی وايي:«ډېره غریبي ده. هېڅ نه لرو. تېره ورځ مې یوازې ډوډۍ کورته راوړې وه چې هغه هم خلاصه شوه. اوس له خدای پرته نور څخه نه لرم.»

بلخوا نفیسه رښتین چې د خوړو د نړیوال پروګرام یو له لسګونه مرسته رسوونکو ده، وايي چې ناامني د هغوی د کار په وړاندې یوازینی خنډ دی:«هرځل چې له کوره بهر کېږم، داسې حس لرم چې بېرته کور ته ستنېږم او که نه! دا مې په ځلونو په زړه کې ګرځېدلې خو دا هغه څه دي چې ژمنه مې کړې ده.»

د خوړو نړیوال پروګرام مرسته رسوونکي په هېواد کې د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې، اړمنو کورنیو ته د مرستو رسونې مخه ډب نه کړي.

د دغه بنسټ ویاند وايي، د روان زیږیز کال تر پایه د خوړو د نړیوال پروګرام سازمان ۲۱۸ مېلیونه ډالرو ته اړتیا لري؛ چې څه باندې لس مېلیونه اړمنو کسانو ته مرستې وروسوي.

د خوړو د نړیوال سازمان د معلوماتو پربنسټ په افغانستان کې کابو ۴ مېلیونه تنو د کورونا ویروس د خپرېدو له امله خپل عایداتي سرچینې له لاسه ورکړي دي.

شریک یي کړئ