Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بغلان - سمنګان پر لویه لار د نښتو دوام

د یکشنبي پر ورځ (د چنګاښ ۲۲)هم د بغلان - سمنګان پر لویه لار د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې رپوټونه ورکړل شول.

پر دې لار نوې ناامنۍ د دې لامل شوي چې په وروستیو څو ورځو کې ګڼ باروړونکي موټر د سړک پرغاړه ودرېږي او د دغه وضعیت په دوام سره؛ موټر چلوونکي په خپلو موټرو کې د بارکړو خوراکي توکو احتمالي خوسا کېدو ته اندېښمن شي.
 
موټر چلوونکی فرید وايي:«دلته د لارې په بندون کې ښکېل شوي یوو. د لارې په اوږدو کې ډېرې ستونزې دي.»

موټر چلوونکی نورمحمد هم وویل:«لاره بنده ده. موټر درېدلي دي. د خلکو مال خرابېږي.»

په دې لړ کې ځينې هغه کسان چې له بغلان ولایته سمنګان یا بلخ ته ځي، له څو ورځو راهیسې په پلخمري ښار کې ایسار پاتې دي او په دې تمه دي چې د دې لویې لارې امنیت په بشپړ ډول ښه شي.

د سمنګان اوسېدونکی خیرالله څرګنده کړه:«طالبان د لارې په اوږدو کې د تلاشۍ ځای لري او له لویو موټرو محصول اخلي. امنیت نه و.»
 
د بلخ اوسېدونکی ضابط هم وايي:«څه باندې پنځه زره موټر د ناامنۍ له امله درېدلي دي او امنیتي ځواکونه هېڅ نشته. باید په دې اړه پاملرنه وشي.»

دلته په کابل کې په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو ځینې استازي په بغلان کې پر لویو لارو د ناامنیو د ناوړه پایلو او پر ګاونډو ولایتونو د هغو د اغېزو په تړاو خبرداری ورکوي.

په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازی عتیق رامین وویل:«موږ له مرکزي دولت څخه په کلکه غواړو چې د امنیتي ځواکونو د زیاتوالي سربېره، ژر تر ژره د بغلان لویې لارې د امنیت د ټینګښت لپاره عملي اقدام وکړي.»

له دې سره همهاله د کابل - کندهار پر لاره هم موټر چلوونکي د دې لارې په هغو برخو کې چې له زابل نه تېریږي د ناامنیو له زیاتېدو شکایت کوي.

خو د زابل ځايي چارواکي د دې ستونزې د هواري لپاره د هڅو خبره کوي.
 
په دغو لویو لارو او د هېواد په نورو برخو کې د نا امنیو زیاتوالي، پرهغه څه اندېښنې زیاتې کړي دي چې د سولې بهیر اغېزمنېدل بلل کېږي.

د یکشنبې پر ورځ پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوې خبرپاڼه کې د جګړو پر دوام او ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې پر اوښتو خواشیني څرګنده کړه.

د ولسمشر غني ویاند هم پرخپل ټوېټر پاڼه دا تاوتریخوالي د بین الافغاني خبرو د پیلېدو لپاره د هیلو او تمو د مړاوي کېدو لامل بللي دي.
 
شریک یي کړئ