Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بغلان ولایت تاله او برفک ولسوالۍ د طالبانو لاسته ورغله

په بغلان ولایت کې امنیتي چارواکي د دې پخلی کوي چې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ له دوه ورځو نښتو وروسته،د تاله او برفک ولسوالۍ مرکز د طالبانو لاسته ورغلی.

تراوسه د دغو نښتو له امله د مرګ ژوبلې په اړه رپوټ نه دی ورکړل شوی.

د بغلان ولایت ځايي چارواکو نن چهارشنبې(د کب په ۱۱مه)وویل چې د دغه ولایت په ځينو برخو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې دوام لري.

د چهارشنبې په ګهیځ،د تاله او برفک ولسوال فیض محمد امیري طلوع نیوز ته وویل چې پر دغې ولسوالۍ د طالبانو بریدونه د دوشنبې په شپه  پیل شول او دغې ولسوالۍ ته ټولې ورغلې لارې یې وتړلې.

هغه زیاته کړه په دغې ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.

هغه د دغې نښتې د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.

له بلخوا،د بغلان ولایتي شورا چارواکي وايي چې طالبانو،دهنه‎ی وادي،تورموش،شترجنګل، دهنه کیهان، د دوشي ولسوالۍ کنده سنګ سیمې نیولې دي.

په همدې حال کې یوه سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې تېره شپه د ۷ بجو په شاوخوا کې طالبانو پر مرکزي بغلان ولسوالۍ برید وکړ.

سرچینه زیاتوي چې دم‎ګړۍ د کاسه منګل،جوی کنه، آب قول، نواباد،منګل ها سیمو کې نښتې جریان لري او د نو اباد په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پوستې طالبانو نیولې دي او سرتېرې یې تښتېدلي دي.

خو چارواکو په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ