د بغلان ولایت امنیتي مسوولین د طالبانو لخوا د موټرو درولو ادعا په تړاو وايي، ستونزه هواره شوې.
دوی زیاتوي چې یوه اوونۍ مخکې طالبانو یاده سیمه کې موټر درول، خو د افغان ځواکونو چاڼېزو عملیاتو وروسته، ستونزه هواره شوې ده.
بغلان ولایت کې د طالبانو لخوا پر لاره له موټر چلوونکو د پیسو اخیستو په تړاو راپورونه خپاره شوي دي.
په همدې حال کې د طالبانو ویاند وايي د دوی تر ولکې لاندې له سیمو د تېرېدونکو موټرونو څخه د ګمرک په نامه کمې پېسې د امنیت تامین په بدل کې اخستل کیږي.