وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی
افغانستان

دولتي ځواکونو د بغلان ګذرګاه نور ولسوالۍ بېرته ولکه کړه

د بغلان ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت ګذرګاه نور ولسوالۍ، له پنځو میاشتو وروسته دولتي ځواکونو بېرته ولکه کړه.

د بغلان ولایت سرپرست عبدالقدیم نیازي نن (شنبې د سلواغې په ۱۲مه) طلوع نیوز ته وویل چې دغه ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو د هغو عملیاتو په پایله کې چې له څو ورځو راهیسې په بغلان کې دوام لري، د طالبانو له شتونه پاکه شوې ده.

د بغلان د ګدزګاه نور ولسوالۍ، پنځه میاشتې مخکې د طالبانو په یوه ډله ییز برید کې له دولتي ځواکونو ولکه کړه او له پنځو میاشتو راهیسې د دغې ولسوالۍ اداره د طالبانو په لاس کې وه.

د بغلان امنیه قومندان محمد ویس صمیمي وايي چې پر دغې ولسوالۍ د طالبانو احتمالي بریدونو د مخنیویوي لپاره په دغو برخو کې امنیتي پوستې زیاتوي.  

شریک یي کړئ