Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بلخ - جوزجان په لویه لار د ناامنیو زیاتوالي په اړه اندېښنې

د بلخ - جوزجان په لویه لار ځينې مسافر په دغې لویه لار کې د ناامنیو په اړه اندېښمن دي.      

دغه مسافر وايي چې نه یوازې طالبان بلکې غله او لارنیونکي هم په دغه لار کې فعالیت لري او کله ناکله مسافر ځوروي.

د جوزجان اوسېدونکی داد الله په دې اړه وویل:«په دغې لار کې طالبان، غله، انفراني جګړې رامنځته کېږي په دې لار ګواښونه زیات دي.»

یوه امنیتي سرچینه وایي په تېرو دوو میاشتو کې د بلخ جوزجان پر لاره څلوېښت پوځیان وژل شوي دي.

بلخوا د بلخ پولیس وايي چې د دغو اندېښنو په لړ کې د دې لارې په اوږدو کې نهه پوستې جوړې شوې دي.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر جنرال عبدالرزاق قادري څرګنده کړه:«د لومړي نمبر لویې لارې په اوږدو کې، هو موږ قرباني ورکړې. البته دا نه بس (پوستې) چې د لومړي نمبر لارې په اوږدو کې جوړې شوې دي، د دغو پوستو د جوړېدو په لړ کې، هم زموږ د ملي پوځ او ملي پولیسو سرتېري ژوند له لاسه ورکړی دی.»

دا لویه لار مزارشریف او د هیواد نورو برخو ته له آقینې بندره د سوداګریزو توکو د لېږد لاره ده، د هېواد د شمالي سیمو اوسېدونکي وايي د لویو لارو ناامني به په هېواد کې سوداګرۍ ته لوی زیانونه ورسوي.

شریک یي کړئ