Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بلخ نوي امنیه قومندان معرفي کېدو جنجال د یوه سرتېري ژوند واخیست

د بلخ ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي چهارشنبې ماښام(د کب په ۲۲مه نېټه) عبدالرقیب مبارز بلخ ولایت ته راغلی تر څو د نوي امنیه قومندان په توګه معرفي شي، خو جمعیت اسلامي ګوند اجراییه رییس، عطامحمد نور وايي پخوانی امنیه قومندان له ده سره د دولت هوکړې له مخې ټاکل شوی او دوی نشي کولی پر ځای یې بل څوک معرفي کړي.

همداراز له سیمې راپورونه وايي وروسته له غرمې کابو درې بجې امنیه قومندانۍ ته نېږدې ډزې شوې دي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست، نصرت رحیمي وايي یو شمېر غیر مسوولو وسله والو د نوي امنیه قومندان د معري کېدو مخه نیوله چې ۲۵ تنه یې نیول شوي دي.

دی وايي په نښته کې یو افغان سرتېری ټپي شوی دی.

ښاغلی رحیمي وايي اوس مهال سیمه کې حالت عادی دی، او د نیول شویو کسانو د پېژاند په اړه چې په چا پورې تړاو لري، وروسته له رسنیو سره مالومات شریک کړي.

یو شمېر سرچینې په ډزو کې د یوه سرتېري له وژل کېدو خبر ورکوي.

ښاغلي نور له خلکو غوښتنه کړې چې خپلو دندو ته ولاړ نشي.

اوس مهال افغان ځانګړې ځواکونه د بلخ امنیه قومندانۍ ته نېږدې ځای پر ځای شوي دي او د نوی امنیه قومندان د معرفي لپاره تابیاوې نیول شوې دي.

د بلخ ولایت سیمه‎ییز چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته ډېر جزییات نه دي ورکړي. د بلخ د والي ویاند وايي چې د قومي مشرانو، د حکومت استازو او ولایتي شورا غړو ترمنځ خبرې روانې دي.

 د بلخ د والي ویاند، منیر احمد فرهاد وايي:« نوی امنیه قومندان راغلی او اوس مهال مرازشریف ښار کې دی، خو د معرفي کولو په اړه یې ناسته روانه ده، او نه ده څرګنده چې معرفي به شي او که نه، خو هغه عبدالرقیب مبارز تېره شپه راغلی وو او موږ نه وو خبر.»

 د کورنیو چارو وزارت وايي د بلخ ولایت په مزارشریف ښار، شولګرې، بلخ، چمتال او زارع ولسوالۍو کې امنیتي حالت د اندېښنې وړ وو، نو ځکه یې تازه امنیه قومندان په دنده وګماره.

په همد حال کې د مزارشریف اوسېدونکي د حکومت او عطامحمد نور ترمنځ دراپورته شویو ناندرو په اړه  اندېښنه لري.

اوس مهال د مزار شریف ښار یو شمېر سیمو پوځي حالت خپل کړی او په ښار کې ګڼه ګوڼه کمه ده.

په همدې حال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان د اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د بلخ ولایت د خلکو د امنیت تامین لپاره به شپه او ورځ هڅه وکړي.

د جمعیت اسلامي ګوند اجراییه رییس، عطامحمد نور وايي پخوانی امنیه قومندان له ده سره د دولت هوکړې له مخې ټاکل شوی او حکومت نشي کولی پر ځای یې بل څوک معرفي کړي

شریک یي کړئ