د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د (البرز۱۲) په نامه پوځي عملیاتو کې ۸ طالب وسلهوال وژل شوي.
د هېواد په شمال کې د پوځ ویاند، جګړن نصرتالله جمشیدي نن(یکشنبې د زمري۲۹مه) وايي چې د افغان ځواکونو یادو عملیاتو کې ۱۲ نور طالب وسلهوال ټپیان دي.
دی زیاتوي په ټپیانو کې د بلخ ولایت لپاره د طالبانو لخوا نومول شوی والي، مولوي مطیعالله عمري هم شامل دی.
ښاغلی جمشیدي وړاندي وايي اوسمهال د افغان ځواکونو پوځي عملیات د چمتال په نوآوري او ترکي کلیو کې دوام لري او طالبان د تېښتې په حال کې دي.
سیمهييز چارواکي وايي د عملیاتو په ترڅ کې هغه سیمې چې طالبانو په لاس کې وې، د افغان ځواکونو لاسته لوېدلي دي.
ښاغلي جمشیدي ویل دې چې په دې عملیاتو کې دوه تنه افغان سرتېري ټپیان شوي دي.
په دې نښتو کې د دوو سیمهييزو پولیسو له وژل کېدو هم خبر ورکړل شوی دی.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.