د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ امنیه قومندان، کلام الدین له طالبانو سره په نښته کې ژوند له لاسه ورکړ.
د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند، عادل شاه عادل وايي پېښه نن( چهارشنبې د لړم په ۱۵مه نېټه) سهار وختي په داسې حال کې شوې چې طالبانو له څلورو خواوو د چهاربولک پر ولسوالۍ پر مرکز بریدونه وکړل.
دی زیاتوي چې نښته کې درې تنه پولیس ټپيان دي.
ښاغلی عادل زیاتوي د چهاربولک امنیه قومندان په نښته کې ټپي شوی وو، او د ۲۰۹ شاهین قول اردو روغتون ته د درملنې لپاره ولېږدول شو، چې وروسته یې ساه ورکړه.
د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند همداراز وايي چې نښټه کې ۶طالب وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
په همدې حال کې طالبانو ادعا کړې چې د چهاربولک امنیه قومندان ترڅنګ نښته کې ۵پولیس سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.