Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بمومو د مور په غورځول شوې سیمه کې د افغان ځواکونو پلټنې

د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په اسد خېلو کلي کې د امریکا متحده ایالاتو د ملي پوځ له خوا د ستر نااټومي بم له غورځېدو وروسته تراوسه د دغې پېښې په اړه پلټنې ټولیزې شوې نه دي.

خو د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي چې د اچین ولسوالۍ د اسد خېلو کلي اداره،د کمانډو ځواکونو په لاس کې ده او په دې اړه تراوسه پلټنې روانې دي.

د ملي دفاع وزارت وايي چې مینونه او د داعشیانو لخوا د توغندیو ویشتل په دې سیمه کې د ملي دفاع وزارت د څېړنو په وړاندې اصلي خنډ دی.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وايي:«موږ په سیمه کې یوو خو په هر سانټي مټر کې ماینونه دي.تاسې پوهېږئ چې د داعشیانو هغه اصلي اډه همدا وه.باید په همدې بڼه یې له هغې ساتنه کړې وای چې اوس موږ په سیمې د چاڼ کولو په حال کې یوو.»

پخواني ولسمشر هم له امریکا غږ سره په مرکه کې د دغه بم په غورځولو په غوسه ښکاري.

تراوسه د امریکا پوځ هم د دغه برید په اړه د لومړنیو څېړنو په اړه جزئیات نه ورکوي خو افغان حکومت وايي دا برید له ترهګرو ملاتړو هېوادونو ته یو روښانه پيغام دی.

د اجرائیه رییس ویاند مجیب رحیمي په دې اړه په ډاګه کړه:«دغه برید ګاونډیو هېوادونو ته یې ډېر روښانه پیغان درلود چې د ترهګرو د ملاتړ او مرستې په برخه کې یو ځل بیا خپل نظر بدل کړي.»

د دغه بم د پایلو نه روښانه کېدو آن په اچین ولسوالۍ کې د دغه بمي برید په اړه شکونه رامنځته کړي‎، خو داسې غوښتنې کېږي چې د دغه راز بمونو کارول باید د افغانستان له امنیت سره مرسته وکړي او د یوه قانوني چوکاټ له مخې ترسره شي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون رییس میرداد نجرابي په دې اړه څرګنده کړه:«فکر وکړم چې وروسته به یو لړ پایلې له ځان سره ولري.هیله لرم چې د امنیتي تړون په چوکاټ کې او د امنیت د ټینګښټ او د دولتي واکمنۍ په پراختیا کې عملي او جدي اقدمات ترسره شي.»

د ننګرهار پولیسو ویلي په اچین ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو د لوي غیراتومي بم د غورځولو له امله د مرګ ژوبلې شمېر ۹۴ تنو ته رسېدلی او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي د دغه بم له امله د اچین ولسوالۍ اوسېدونکو ته زیان نه دی رسېدلی خو د مالوماتو نه په ډاګه کول او د امریکايي ځواکونو لخوا د پيښې داصلي ځاي کلابند کولو یو لړ نیوکې راپارولې دي.

شریک یي کړئ