Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بندیانو ازادولو په اړه دحکومت او طالبانو ترمنځ د اختلافونو دوام

ټاکل شوې وه چې تېره ورځ (یکشنبې د چنګاښ په ۱۵مه) د طالبانو ځينې بندیان ازاد شي، خو افغان حکومت وايي چې طالبان باید د خپلو بندیانو په ازادولو کې مشخص کسان او څېرې معرفي نه کړي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وايي:«امریکا له طالبانو سره د پنځه زره کسانو د ازادېدو په اړه خبرې کړي، خو د مشخصو کسانو په اړه نه چې دا کس دې ازاد شي او دا دې نه ازادېږي، له طالبانو زموږ تمه دا نه ده چې موږ ته ووايي چې کوم کسان باید ازاد شي.»

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې له لاسلیک څلور میاشتې وروسته، د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې د سولې هوکړه کې د طالبانو له لوري د کړو ژمنو پر عملي کېدو بې باوره دی.

د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټون په دې اړه وویل:«زه فکر کوم چې، طالبان په هماغه اندازه چې پخوا خطرناکه وو؛ اوس هم هماغسې دي. فکر نه کوم هغوی دغه هوکړه لیک چې منلې یې هم ده، وڅاري. زه فکر نه کوم چې، هغوی دغې هوکړې ته د درناوي لپاره کوم نیت ولري. د ترهګرو روزنه که هغه داعش وي، که القاعده او یا نور، بیا هم یوه جدي ننګونه ده.»

بلخوا د طالبانو ویاند دا څرګندونې رودوي او وايي چې د دغې ډلې غړي د سولې هوکړه لیک پلي کېدو ته ژمن دي.

په افغانستان کې د واشنګټن او مسکو د اړیکو له ترینګلتیا سربېره، د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال د امریکا د ملي امنیت سلاکاره د ډانلډ ټرمپ پالیسو ته ګوته نیسي.

د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال د امریکا د ملي امنیت سلاکاره سوزان رایس هم څرګندوي:«ولادیمیر پوټین ته زما پیغام دا دی، تاسو کولی شئ امریکايي سرتېري او ښځې له مطلق خوندیتوب سربېره له منځه یوسئ. دا یو فوق العاده بربنډونه ده. د امریکا ولسمشر په یوې جګړې ځپلې سیمه کې د امریکايي ځواکونو خوندیتابه ته په بشپړه توګه بې غوري او بې پروايي ښودلې ده.»

طالبانو ته نږدې کسان په دې باور دي چې، د طالب بندیانو خوشې کول د افغانانو تر منځ د خبرو د پیلېدو کلي ده.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:«د بندیانو ازادول نه یوازې دا چې دد اعتماد فضا رامنځته کوي، بلکې د افغانانو ترمنځ د خبرو پيل او د دغو خبرو د وخت او ځای د تعین په برخه کې مرسته کوي.»

افغان حکومت وايي، تر اوسه یې ۴۰۱۵ طالب بندیان خوشې کړي؛ خو د طالبانو له ۵ زره کسیز نوملړه به ۵۹۷ کسان چې جنايي جرمونه یې هم ترسره کړي او د هغو خوشې کول د هېواد د ملي ګټو پر خلاف دي، خوشې نه شي. 

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې د سولې هوکړه کې د طالبانو له لوري د کړو ژمنو پر عملي کېدو بې باوره دی.

شریک یي کړئ