Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بندیانو خوشې کولو په تړاو له حکومت سره د طالبانو د ناستو درېدل

قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند، سهیل شاهین په ټویټر پاڼه لیکلي چې د بېلابېلو پلمو له کبله د بندیانو بهیر ځنډول شوی او د دوی ډله به سره ننه (سې‎شنې د وري په ۱۹مه نېټه ) په ناستو کې ګډون نه کوي.

هغه زیاته کړې ده چې چې دوی کابل ته خپل تخنیکي ټیم "د بندیانو د تصدیق او تثبیت لپاره استولی و تر څو له هوکړې سره سم د دوی ځینې بندیان خوشې شي، خو په وینا یې حکومت په مختلفو بهانو د طالب بندیانو د خلاصون لړۍ تر اوسه ځنډولې ده."

دا په داسې حال کې ده چې له طالبانو سره د مرکچي پلاوي غړی عبدالمتین بېک د طالبانو هغه غوښتنه چې ګواکې ۱۵ لوړپوړي طالب قومندانان دې ازاد کړل شي د منلو وړ نه ګڼي.

هغه دوشنبې وویل چې د طالبانو د پنځلسو لوړپوړو قومندانانو ازادول چې په سترو ترهګریزو بریدونو کې یې لاس لری، د هېواد د ولایتونو د پرځېدو او د تاوتریخوالي د دوام لامل به شي.

بلخوا تر هغې وروسته کله چې طالبانو په یوې اعلامیه کې د امریکا او دې ډلې تر منځ د سولې د هوکړه لیک په پلي کولو کې د امریکا او افغان حکومت د بې پروايۍ خبره کړې وه؛ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لېګېټ په دې هکله وایي:"په افغانستان کې امریکایي ځواکونو له طالبانو سره د امریکا د هوکړه لیک پوځي مقررات ساتلي دي او ساتي یې؛ له دې پرته بله هره ادعا بې بنسټه ده.

د طالبانو ویاند وايي سر له سې شنبې به یې تخنیکي ډله له حکومتي لوري سره نه کیني

شریک یي کړئ